د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د برښنا د لین د شبکې د پروژې په اړه د هلمند د مدني فعالانو خبرداری!


د هلمند مدني فعالان وایي، که له کجکي تر لښکرګاه د برښنا د لین د شبکې په پروژه کې د فساد مخه ونه نیول شي، دولتي ادارې به وتړي.

ویل کېږي چې د برښنا د هغه لین کیفیت خراب دی چې د کجکي برښنا کندهار او لښکرګاه ښارونو ته رسوي.

د هلمند د برښنا ریاست وايي، که څه هم د پایو یاده پروژه ۴۵ میلیونه امریکايي ډالره ارزښت لري، خو د لین کیفیت دومره خراب دی چي د شل دقیقو لپاره د ۳۵ میګاواټه برښنا د لېږد توان نه لري.

دا چي د هلمند والي په دې اړه څه وایي، د الیاس داعي په راپور کې يې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00

XS
SM
MD
LG