د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ ځوانانو او مشرانو د یادې سیمې په غرونو او غونډیو کې د نیالګیو د کینولو حشر پیل کړی دی.
موسی خېل د خوست له سړو او غریزو سیمه څخه ده چې د نورو تودو سیمو په پرتله په کې نیالګي یو څه وروسته کینول کېږي.
دوی وايي، په اول ګام کې به د هغو ونو پر ځای نوي نیالګي کینوي چې په تېرو وختونو کې د خلکو لهخوا وهل شوي دي.
نجیب الله الوخېل يې تفصیل وړاندې کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: