د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

اوسېدونکي: د پکتیکا «PRT» چور او د کباړ په نوم پاکستان ته لېږدول کېږي


د پکتیکا د ولایتي شورا غړي، ځوانان او مدني فغالان وايي، د دغه ولایت د «پې.ار. ټي» سامانونه د چور کېدو له حالت سره مخ او د کباړ په نوم پاکستان ته انتقالېږي.

دوی وايي، په دغه چور کې د دغه ولایت د والي او امنیه قوماندان ترڅنګ د محلي ادارې ځیني نور چارواکي هم لاس لري.

مدني فعال رحیم پښتونیار ازادي راډیو ته وویل، په لسګونه موټران له دغه «پې.ار.ټي» څخه باریږي چې تېره شپه څو موټران د ملي امنیت د منسوبینو له لوري نیول شوي وو.

دی زیاتوي:

"«د «پي.ار. ټي» په چور کې د دغه ولایت د چارواکو لاس دی."

بل لورته د پکتیکا چارواکي هم له «پي.ار.ټي« څخه د ځینو مالونو د ایستلو خبره مني خو وايي، دا ټول کثافات او اضافي مالونه دي.

د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل:

"په‌دې اړه د شنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې چې د والي او امنیه قوماندان ترڅنګ د ملي امنیت رئیس او نورو رئیسانو هم ګډون کړی وو، د غیر ضروري توکو د ایستلو پرېکړه وشوه."

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی عزیز عزیز بیا وايي، څو ځله له دغه «پي.ار.ټي» څخه د سامانونو د غلا راپورونه ورکړل شوي دي.

د پکتیکا یو سړک
د پکتیکا یو سړک

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"څه موده وړاندې په یوه خبري غونډه کې چې د دغه ولایت ټولو چارواکو، مدني فعالانو، ځوانانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو، دا پرېکړه شوې وه چې له دغه ځایه به ستن هم نه انتقالیږي، خو دا ده چې بیا یې چور پیل دی."

مدني فعال نسیم سوداګر وايي، محلي اداره د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي چې ګویا دا غیر ضروري مالونه او یا هم کثافات ایستل کیږي.

دی وايي:

"په‌دغه پلمه سامانونه لوټل کېږي چې دا کار یو ځل د پخواني والي محب الله صمیم په وخت کې هم شوی وو، موږ له مرکزي دولته د دغه ناروا عمل د مخنیوي غوښتنه کوو."

دا په‌داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې یو شمېر موټران د شپې مهال چې له «پي.ار.ټي» څخه سامانونو په‌کې بار وو او پاکستان ته انتقالېدل د ملي امنیت د مرستیال او د دغه ادارې د مسوبینو له لوري ونیول شول چې له هغه وروسته په‌دغه ځای کې یې د خلکو غوسه راوپاروله او له دولته یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

راپور: حبیب الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG