د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

لیکوالان او شاعران د پولیو پر ضد کمپاین کې مرسته کولای شي؟


په هرات کې یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکې تطبیقیږي
په هرات کې یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکې تطبیقیږي

په ټول هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسیدلی دی چې له دې ډلې ۴ يې په هلمند کې دي.

په هلمند کې د پولیو پر ضد د واکسین پر ستراتیژۍ چې طالبان يې په خپلو سیمو کې جومات په جومات تطبیق غواړي او روغتیا پالان یې کور په کور غواړي چې دا موضع لا نه ده هواره شوې.

د هلمند د روغتیا د ریاست کارکوونکي وايي، د دې لپاره چې واکسین پر ټولو ماشومانو منظم نه ویشل کېږي، د دې ولایت چاپیریال په ویروس ککړ شوی دی او هره شېبه امکان لري نوې پیښه رامنځته شي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د لیکوال احمد شاه پاڅون سره پر دې موضوع مرکه کړې او دهغه نه يې پوښتلي چې څنګه او د کومو لیکونو او شعرونو له لارې لیکوال او شاعران د پولیو پر ضد مبارزه کې ونډه اخېستلی شي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:06:57 0:00

XS
SM
MD
LG