د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

واشنګټن پوسټ: دا له افغانستانه د په شا کېدو شېبه نه‌ده


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر د وروستیو خبرو په نتایجو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی «دا له افغانستان څخه د په شا کېدو شېبه نه‌ده»

په لیکنه کې ویل شوي، طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالویش غواړي او د امریکا متحده ایالات بیا د دې ضمانت غواړي چې طالبان به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د ترهګرو ډلو له خوا وکارول شي او دا چې له افغان حکومت سره به یو سیاسي جوړجاړی کوي.

د لیکنې لیکوال وايي، موږ شکاک وبولئ - خو موږ په‌دې اړه چې ایا طالبان به په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي، ژوره اندېښنه لرو.

د سولې د تړون لاسلیک او بیا ماتېدل د امریکا په تاریخ کې مخکې هم پېښ شوي دي.

د واشنګټن پوسټ دا لیکنه زیاتوي، تېره میاشت ولسمشر ټرمپ وویل چې طالبان په افغانستان کې له جګړې ستړې دي، خو د لیکنې لیکوال وايي، موږ ته داسې نه ښکاري.

طالبان تر بل هر وخت په ډېره انرژۍ کې دي او دا مهال د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو را وروسته د افغانستان پر زیاته برخه واکمن دي.

لیکوال وايي، موږ داسې کومه نښه نښانه هم نه ګورو چې دوی دې خپل نظریات معتدل کړې وي او یا دې ته چمتو وي چې څوګوندي ډیموکراسي ومني.

د ورځپاڼې په وینا طالبان اوس هم د هماغه څه په لټه دي چې تل یې هڅه کوله او هغه پر ټول افغانستان بشپړ واک لرل او د یوې ډلې واکمني ده.

واشنګټن پوسټ د طالبانو پر یو بله ژمنه هم شک څرګند کړی او هغه د القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول دي.

لیکنه وايي، دې دواړو ډلو له یو بل سره لسیزې اوږه پر اوږه جګړه کړې ده، د ځینو ماشومانو له یو بل سره ودونه کړي او دواړه ډلې یو ډول مفکوره لري.

لیکوال وايي، طالبانو چې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونو له عواقبو سمدستي وروسته له القاعده سره اړیکې پرې نه‌کړې، په راتلونکې کې به هم دا کار ونه کړي.

د واشنګټن پوسټ د دې لیکنې لیکوال پوښتنه کوي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل که د سولې د یو تړون برخه هم وي، څه نتایج به ولري؟

لیکنه د همدې پوښتنې په ځواب کې وايي، طالبان به بیا واک ته ورسېږي او القاعده شبکې ته به خوندي ځالې ورکړې چې یو ځل بیا به امریکا کې اهداف په نښه کړي.

د لیکوالو په وینا د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته به طالبان ښايي په یو کال کې د کابل دروازې وډبوي او القاعده شبکه ښايي له دې وروسته په دوه یا درې کلونو کې په امریکا کې بیا د بریدونو وړتیا پیدا کړي.

د دې لیکنې لیکوال د امریکا حکومت ته له څو وړاندیزونو وروسته د لیکنې په پای کې وايي، موږ پر دې باوري یوو چې که موږ له افغانستان څخه ووځو، د افغانستان ستونزه به بیا په موږ پسې کور ته راورسېږي. لیکوال زیاتوي:

د ټرمپ اداره حتی که د سولې د یو توافق لپاره هڅه هم کوي، باید دا واقعیت د خبرو اترو په مرکز او په سیمه کې د امریکا د راتلونکې رول په ستراتیژیک محراق کې وساتي.

افغان مشرانو د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو خپله غوسه، پریو ډیپلوماټ متمرکزه کړې ده.

  • نیویارک ټایمز

بلې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا د طالبانو سره د امریکا د مرکچي زلمي خلیل‌زاد په اړه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر انتقادونو لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی «افغان مشرانو د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو خپله غوسه، پریو ډیپلوماټ متمرکزه کړې ده.» لیکوال وايي:

افغان مشران په بېلابېلو کچو له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د سولې په هڅو غوسه دي، خو د لیکوال په وینا دوی، دا غوسه پر یو «شخص زلمي خلیل‌زاد» راټوله کړې ده.

په‌دې لیکنه کې په دوحه کې له طالبانو سره د زلمي خلیل‌زاد د خبرو اترو پر څرنګوالي د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سربېره د خلیل‌زاد پر پخوانیو ماموریتونو د نورو نظرونه هم راخېستل شوې او په یو برخه کې یې د منتقدینو له خولې د زلمي خلیل‌زاد هغې یوې لیکنې ته اشاره کړې چې په ۱۹۹۶میلادي کال کې یې په واشنګټن پوسټ کې خپره کړې وه.

هغه مهال چې زلمی خلیل‌زاد د رانډ کاپوریشن په څېړنیز مرکزکې څېړونکی و، په‌دې لیکنه کې یې امریکا هڅولې چې له طالبانو سره اړیکو کې ښکېل شي.

XS
SM
MD
LG