د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د میخایل لیسن په نوم د یوه پخواني روسي چارواکي د مړینې په تړاو نوي معلومات!


د روسیې بیرغ
د روسیې بیرغ

د میخایل لیسن په نوم د یو پخواني روسي چارواکي جسد نږدې درې کاله مخکې د واشینګټن په یو هوټل کې موندل شوی و.

د روسیې د رسنیو پخوانی وزیر میخایل لیسن په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د واشینګټن په یو هوټل کې مړ وموندل شو.

د نوموړي د وروستیو ورځو په اړه د دې ښار د عدلي طب له ادارې نوې ترلاسه شوي اسناد ښيي چې د مرګ پر مهال او یا مړینې ته نږدې یې د ژامې تر کرښې لاندې د غاړې یو هډوکی مات شوی و.

دا نوي اسناد په دې اړه چې لیسن دې وژل شوی وي، کوم روښانه شواهد نه وړاندې کوي.

په دې اسنادو کې یو بل بیان داسې هم ښيي چې د لیسن تر ژامې لاندې هډوکی ښايي دده پر جسد د عدلي طب د څېړنو پر مهال مات شوی وي.

خو په د ۱۴۹ پاڼو کې دا راپور چې په ځانګړې توګه د ازادې اروپا ازادي راډیو ته په واک کې ورکړل شوی دی، د میخایل لیسن د مړینې د څرنګوالي په اړه دقیق علمي جزیات وړاندې کوي.

چارواکو په واشنګټن کې د دې پخواني روسي چارواکي مړینه د زیاتو الکولو له څښلو سره تړلې یوه حادثه بللې چې د زیات زور راتلو له کبله د اوښتو ټپونو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

لیسن چې یو مهال د رسنیو په برخه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځواکمن سلاکار و، د ۱۰۱۲ میلادي کال په بهیر کې د کرملین له پامه لېرې شو.

له هغې وروسته نوموړی ډېر نه څرګندېده، څو یې چې په واشنګټن کې د سپنې ماڼۍ څخه څو بلاکونه اخوا پراته ډوپوانټ سیرکل هوټل کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۵ نېټه مړی وموندل شو.

د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه د واشنګټن د عدلي طب ادارې د خپلو څېړنو دوسیه ازادي راډیو ته د هغې دعوې له ګټلو وروسته وسپارله چې دوه کاله مخکې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون پر اساس یې کړې وه او تېره میاشت د واشنګټن یو قاضي پرېکړه وکړه چې دا معلومات دې د ازادي راډیو په واک کې ورکړل شي.

په نویو تر لاسه شویو معلوماتو کې د دې پخواني روسي چارواکي د مړینې د څرنګوالي په اړه ځیني ټکي روښانه شوي دي.

نوي اسناد ښيي چې د میخایل لیسن د غاړې هغه هډوکی چې د مرۍ او ژامې ترمنځ وي، بشپړ مات شوی.

په نويو جزیاتو کې دا هم څرګنده شوې چې د امریکا د فډرالي پولیسو ادارې یا ایف بي ای د ۲۰۱۶ میلادي کال په پیل کې غوښتل چې د دې قضیې د څېړنې مسؤلیت پر غاړه واخلي.

دا روښانه نه ده چې دې ادارې په رسمي توګه په دې څېړنه کې اقدام وکړ که نه، خو مخکې په خپرو شویو اسنادو کې څرګنده شوې چې د ایف بي ای ایجنټان د عیني شاهدانو څخه په پوښتنو ګرویږنو او د هوټل د کمرو د ویډیويي تصویرونو په ارزونه کې ښکېل وو.

په نویو تر لاسه شويو اسنادو کې دا هم څرګنده شوې ده چې د لیسن زوی انټون چې د امریکا په کالیفورنیا کې اوسېږي، څېړونکي ته ویلي چې هغه نه و خبر چې پلار یې د امریکا په پلازمېنه واشنکټن کې دی، هغه دا هم ویلي چې پلار یې د کاري سفرونو پر مهال د ډېرو الکولو د څښلو ستونزه درلوده.

له تر لاسه شویو اسنادو دا هم څرګندېږي چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پخواني همکار د مرګ په اړه د عدلي طب د ادارې د لومړي راپور له خپرېدو وروسته د دې ادارې یو چارواکی د هغې جنايي محکمې د منصفه هیئت له خوا احضار شوی و چې د لیسن د مړینې په اړه یې څېړنې کولې.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین

له نويو اسنادو همدارنګه څرګندېږي چې په هغه راپور کې چې د میخایل لیسن د مرګ په ورځ سپارل شوی، په کې د عدلي طب د ادارې یوه څېړونکي لیکلي، د پولیسو یو مفتش ورته ویلي چې د دې پخواني روسي چارواکي یوه ملګري ورسره اړیکه نیولې او د جسد د ځای په اړه یې ترې معلومات غوښتي دي.

دا نه ده معلومه شوی چې د لیسن دا ملګری څوک و.

سره له دې چې امریکايي چارواکو د میاخیل لیسن مړینه له څېړنو وروسته یوه تصادفي پېښه بلللې ده، د روسيي له واکمنې کړۍ سره د نوموړې تړاو، د هغه مرموزې مړینې او په نړۍ کې د روسانو د عجیبو مړینو لړۍ، دا پرله پسې شکونه زیات کړي چې ښايي نوموړی به وژل شوی وي.

میخایل لیسن په ۱۹۹۶ میلادي کال کې په روسیه کې د بوریس یلټسن په انتخاباتي کمپاین کې مهم رول درلود، د هغه د مهم ویاند په توګه یې کار کاوه او وروسته هم ورسره پاتې شو، ان هغه مهال چې یلټسن د ۱۹۹۹ میلادي کال په وروستۍ ورځ یې ناڅاپي استعفا وکړه او پوتین یې ځای ناستی شو.

د ۲۰۰۰ یمو میلادي کلونو په لومړیو کې د پوتین د رسنیو د وزیر په توګه میخایل لیسن د کرملین تر کنټرول لاندې د روسیې د ملي ټلویزوني چېنلو په راوستلو کې مهم رول ولوباوه.

نوموړی همدارنګه مخکې ولاړ او پر نړیواله سطحه د روسیې د تبلیغاتو لپاره یې د (Russia Today) چې اوس په ار ټي مشهور دی، ټلویزوني شبکه رامنځته کړه.

ویل کېږي چې د ۲۰۱۲ میلادي کال څخه تر 2014 میلادي کال پورې موده کې د ناڅرګندو دلایلو له کبله نوموړی د کرملین د خوښې د کسانو له لېسته ووت او له دې وروسته له عامه نظره تر ډېره غیب و.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې تر مرګ یو کال مخکې لیسن د امریکا د سنا پام ور اړولی و.

دغلته یو سناتور له ایف بي ای غوښتي وو چې له نوموړي د پیسو وینځلو په اړه تحقیقات وکړي.

د میخایل لیسن له مړینې څو میاشتې مخکې روسي رسنیو اوازه خپره کړه چې نوموړی له یوې روسۍ ماډلې سره چې تر ده ډېره ځوانه ده، رابطه لري او هغې ترې حمل اخیستی دی.

یوه شخص چې د امریکا د فډرالي قانون د پلي کوونکو ادارو سره په تماس کې دی، ازادي راډیو ته ویلي، لیسن تر مړینې مخکې میاشتو کې د امریکا د عدلیې له وزارت سره تماس کې و.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ میاشت کې د بوزفیډ په نوم ویبپاڼې د ځینو سرچینو له قوله چې نومونه یې نه وو اخیستل شوي، ویلي وو چې بریتانوي استخباراتي مامور کریسټوفر سټیل، د امریکا د فډرالي تحقیقاتو ادارې ته یو راپور سپارلی و چې په کې ویل شوي، لیسن پوتین ته د نږدې یو سوداګر د کسانو له خوا په مرګ وهل شوی او ډبول شوی دی.

د دې سوداګر نوم په راپور کې نه و څرګند شوی.

روسي چارواکو که څه هم په څرګنده ده د امریکا له قانون پلي کوونکو ادارو غوښتي چې د لیسن د مړینې د څرنګوالې په اړه دې ورسره د څېړنو ټول جزیات شریک کړي، خو په عامه ډول یې د کرملین د دې پخواني چارواکي په اړه لږ څه ويلي.

XS
SM
MD
LG