د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

حمدالله محب د سولې لپاره د امریکا پر هڅو اعترضونه نرم کړل


د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سولې لپاره پر روانو هڅو خپل اعتراضي موقف نرم کړ.

محب په یوه ټوېټ کې لیکلي چې افغانان رښتینې او تل پاتې سوله غواړي او هغه هېوادونه چې د افغانستان شریکان دي او پر افغانستان یې پانګونه کړې، هم ورته غوښتنه لري.

هغه پر ټوېټر په یوه بل پیغام کې لیکلي چې د افغانستان خلک او حکومت له امریکا سره د اړیکو ارزښت پېژني او په ځانګړي ډول د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مرستې منندوی دي.

حمدالله محب د مارچ په څوارلسمه په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرې د سولې ټینګولو لپاره سمه لار نه ده او د افغانستان د حکومت د مشروعیت په اړه سوال پېدا کوي.

هغه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه وویل چې د افغانستان حکومت یې څنډې ته کړی، له طالبانو سره خبرې کوي او ځان ته يې د وایسروي موقف ورکړی دی.

وایسروي یا وایسرا د بریتانيې تر اشغال لاندې هند کې د واکمن لقب و.

محب خبریالانو ته وویل:

"موږ فکر کوم چې زلمی خلیلزاد نه پوهېږي چې مذاکرې څرنګه کېږي او یا به د هغه د دې کارونو شاته بل دلیل وي."

حمدالله محب وویل چې وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سره د خبرو طبع او اړتیا نه لري، بلکې د محب په وینا، دا چې طالبان مخامخ له امریکا سره ګوري، دلیل یې دا دی چې ځان ته مشروعیت ورکړي.

د محب خبرو په واشنګټن کې مثبت انعکاس نه درلود.

د همدې ورځې په ماسپښين د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پلادینو وویل چې د سیاسي چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هېل له محب سره کتلي او د هغه له خبرو د امریکا د حکومت نارضایتي یې ورته بیان کړې ده.

رابرټ پلادینو په دې اړه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"موږ په افغانستان کې د سولې په تړاو پر ټولو مسئلو له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د حکومت له نورو لوړ رتبه چارواکو سره له نږدې مشوره کوو، ځانګړی استازی خلیلزاد په هر سفر کې چې د سولې په تړاو پلان شوی او موقع ورته برابره شوې، د معلوماتو او جزیاتو د شریکولو لپاره کابل ته تللی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې خلیلزاد د سولې د هڅو په اړه په مکرر ډول له ولسمشر غني سره خبرې کوي او په کابل کې د امریکا سفير تقریباً هره ورځ په دې تړاو د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په تماس کې دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو وروستۍ دور د فبرورۍ په پنځه ویشتمه پیل کړ او د مارچ په دیارلسمه واشنګټن ته روان شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې خلیلزاد په واشنګټن کی دی او د خپل کار په اړه یې مشورې پیل کړې دي.

پلادینو د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې د سولې موافقه به پر ټولو مسئلو تر جوړجاړي وروسته کېږي.

طالبانو د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز نه دی منلی.

خو د امریکا حکومت ویلي چې له طالبانو سره د سولې موافقه به پرته له دې چې هغوی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، ونه مني.

XS
SM
MD
LG