د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د بريتانیا پارلمان له اروپايي ټولنې د بريتانیا په وتلو کې د ځنډ غوښتنه وکړه


د بريتانیا پارلمان پرون له اروپايي ټولنې د بريتانیا په وتلو (بریکزیټ) کې د ځنډ غوښتنه وکړه، خو په عین حال کې د بریکزیټ په اړه د یوې نوې ټولپوښتنې طرحه هم رد کړه.

د بریتانیا د پارلمان د عوامو جرګې پرون د ۲۰۲ مخالفو رأیو په وړاندې په ۴۱۲ موافقو رأیو هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې له اروپايي ټولنې څخه غوښتل کېږي چې له دې ټولنې د بریتانیا وتل له ټاکلې نېټې لږترلږه د درېیو میاشتو لپاره وځنډوي.

دا په داسې حال کې ده چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو یا بریکزیټ مهلت ته یوازې دوه اوونۍ پاتې دي.

بریتانوي وکیلانو له دې مخکې دوه ځلې د بریکزیټ په اړه د صدراعظمې تریزا مې هغه طرحه رد کړې چې له بروکسل سره یې موافقه پرې کړې وه، خو که د درېیم ځل لپاره هم رد شي، نو بریتانیا به په هغه صورت کې د بریکزیټ لپاره تر دې هم ډېره موده انتظار کوي.

د مې مرستیال ډیوېډ لیډینګټن په پارلمان کې د بحثونو پرمهال وویل چې حکومت د سې شنبې په ورځ د وکیلانو له خوا د دوهم ځل لپاره د مېرمن مې د طرحې له ردېدو وروسته په بریکزیټ کې د ځنډ غوښتنې ته مجبور شو.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل چې د بریکزیټ په اړه روانو بې اغېزو خبرو حیران کړی دی.

ښاغلي ټرمپ چې د اېرلنډ له صدراعظم لیو وارادکار سره له کتنې مخکې خبریالانو ته څرګندونې کولې، وویل:

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

"حیران پاتې یم چې څنګه د بریکزیټ په اړه روان بحثونه د خبرو له نظره پر ناسم لوري ولاړل، ما له صدراعظمې تریزا مې سره په دې اړه چې څنګه دا خبرې پرمخ بوځي، خپل نظر شریک کړ او فکر کوم که یې منلې وای، دا خبرې به بریالۍ وای، خو هغې غوږ ونه نیوه، خیر دی، اوس به نو دا هغه کار کوي چې باید ویې کړي."

له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل به په هغه صورت کې وځنډېږي چې د اروپايي ټولنې پلازمېنه بروکسل د بریتانیا له رسمي غوښتنې سره سم د بریکزیټ نېټه د روانې مارچ میاشتې له ۲۹مې څخه د جون تر دېرشمې پورې وځنډوي، خو دا غوښتنه باید د اروپايي ټولنې ټول ۲۷ غړي تأیید کړي.

د اروپايي کمېسیون چارواکي وايي چې د اروپايي کمېسیون رئیس ژان کلاود یونکر د اروپايي ټولنې له ټولو مشرانو سره په دې اړه په تماس کې دی.

پرون له دې مخکې د بریتانیا پارلمان د بریکزیټ په اړه د یوې نوې ټولپوښتنې طرحه لږترلږه د اوس لپاره رد کړه.

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې مشران د مارچ په ۲۱مه په بروکسل کې غونډه وکړي.

په دې سرمشریزه کې په دې اړه بحث کېږي چې د بریکزیټ نېټه د مارچ له ۲۹مې څخه شاته واچول شي که نه.

XS
SM
MD
LG