د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۳

ارزګان کې تازه فارغ شوي پوليس: که طالبان سوله ونه‌کړي سخت به يې وځپو


ارزګان کې تازه فارغ شوي پوليس

ارزګان کې تازه فارغ شوي پوليس پر وسله‌والو طالبانو غږ کوي که سوله ونه‌کړي سخت به يې وځپي.

دغو پولیسو چې تر درېیو مياشتنيو زده‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه
کړل او شمېر یې هم لسګونه ته رسېده ژمنه وکړه چې په خپل هېواد کې به هېڅ‌کله تروریستي ډلو ته اجازه ورنه‌کړي او له هېواده به خپل سرونه قربان کړي.

ولايتي چارواکي بیا د پوليسو پر لاسته راوړنو خبرې وکړې او له تازه
فارغ شوېو پوليسو يې غوښتنه وکړه چې خپلو دندو ته پاملرنه وکړي.

نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG