د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۷ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۸

ملي امنیت په نیمروز کې د طالبانو پر یوه محبس برید کړی


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دې ریاست د خاصو ځواکونو قطعې د نیمروز ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د طالبانو پر یوه محبس او د مخدرو موادو پر لابراتوار په برید کې یو تن وژلی او د مخدرو موادو د فابریکې وسایل او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، په‌دې اړه څه نه‌دي ویل شوي چې ایا له محبس څخه څوک خوشې شوي او که نه دي؟

وسله‌والو طالبانو هم تراوسه پورې د ملي امنیت د ریاست د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG