د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۷

رستمي: زیانمنو مالدارانو ته د حيواناتو د خوراکي موادو وېش پیل شوی


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په یو شمېر ولایتونو کې يې زیانمنو مالدارانو ته د زرګونه ټنه د حيواناتو د خوراکي موادو وېش پیل کړی دی.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د حيواناتو دغه خوراکي مواد د کرنې او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د زراعت سازمان په مرسته وېشل کېږي.

دی وايي چې د دغه موادو زیاته برخه به په کندز، پکتیا، لوګر او بلخ ولایتونو کې په مالدارانو ووېشل شي.

د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د ورښتونو د کموالي له امله په څړ ځایونو کې د وښو کمښت په افغانستان کې د وچکالۍ لامل بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG