د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د کندز د ځمکني ټرانسپورت په عوایدو کې څه باندې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی


د کندز د ځمکني ټرانسپورت رئیس سید جواد جلالي
د کندز د ځمکني ټرانسپورت رئیس سید جواد جلالي

د کندز ولایت د ځمکني ټرانسپورت د ادارې چارواکي وايي چې په‌دغه ولایت کې سوداګریزې چارې د ښه کېدو په حال کې دي چې له کبله‌یې د دې ادارې په عوایدو کې څه باندې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی.

د کندز د ځمکني ټرانسپورت رئیس سید جواد جلالي ازادي راډیو ته وویل چې نوموړې اداره خپل ټول عواید د ځمکنې ټرانسپورت د خدمتونو له لارې ترلاسه کوي.

دی وايي:

"موږ هڅې کوو څو په راتلونکي کال کې ملي سوداګرو ته د ټرانسپورت په برخه کې ښه فرصتونه برابر کړو او د سوداګرو ستونزې هوارې کړو."

ارشیف، د کندز-بغلان لار
ارشیف، د کندز-بغلان لار

د ښاغلي جلالي د خبرو پر بنسټ چې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو څخه د حق‌العبور اخیستلو او دغه‌راز د موټر چلوونکو له غیر قانوني چلند، د خط سیر د کتابچو د وېشلو همداراز له شیر خان بندره د سوداګریزو توکو له انتقالاتو څخه دوی خپل عواید ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د شمال ختیځ زون په کچه په کندز کې یو لوی ترمینل جوړوو چې ځمکه‌یې د دې ولایت د ښار اړوند د دشت قندهاري په سیمه کې تثبیت شوې او په راتلونکي کال کې یې رسماً د جوړېدو چارې پیلېږي."

د نوموړي په وینا چې لا هم ځینې ستونزې لري، ځکه د کندز په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله د دې ادارې کارکوونکي نه‌شي کولای ټرانسپورتي عواید راټول کړي.

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې عواید لرونکي ادارې د دولت د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مثبت رول لوبولی شي او دغه‌راز دولت له دې لارو کولای شي په مختلفو برخو کې خپل مالي لګښت تأمین کړي، نو په کار ده چې د عواید لرونکو ادارو له کار او فعالیته په جدي توګه څارنه وشي، څو د دولت عواید په سمه توګه راټول شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG