د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ سبا ټېسټ لوبه پیلېږي


د افغانستان او د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا د هند په دهرادون کې ټېسټ لوبه پیلېږي.

افغانستان تېر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او د ټېسټ لوبو امتیاز یې ترلاسه کړ.

تر هغه وروسته‌یې تېر کال د جون په میاشت کې له هند سره د پنځو ورځو لومړۍ سیالي وکړه چې دا لوبه‌یې بایلوده، سبانۍ لوبه د افغانستان دوهمه ټېسټ لوبه ده چې ترسره کوي یې.

له ایرلنډ سره د روانو لوبو په ترڅ کې افغانستان د ۲۰ اورونو درې لوبې وکړې چې درې سره‌یې وګټلې او یو ورځنۍ لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه د دوو په وړاندې مساوي شوې.

XS
SM
MD
LG