د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۹

د نړۍ د یو شمېر هېوادونو پر بشري حقونو د امریکا د راپور ځینې برخې!


د امریکا بیرغونه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۱۸ کال راپور چې د نړۍ د هېوادونو د بشري حقونو په اړه دی، پرون خپور شو.

په‌دې راپور کې ایران، پاکستان، ترکمنستان او روسیه په کور دننه او ایران او روسیه له کوره بهر له ګڼو جدي بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن شوي دي.

  • ایران

د راپور له مخې ایران په خپله خاوره کې یو شمېر کسانو ته داسې سزاوې ورکړي چې له نړیوالو اصولو سره سمې نه‌دي، خلک‌یې وژلي، له قانوني اصولو پرته‌یې نیولي، تري تم کړي یې دي او شکنجه کړي یې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې کله د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې دا راپور وړاندې کاوه، ایران‌یې د بېلګې په ډول یاد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

نوموړي وویل:

"هیله مې دا وه چې ووایم په‌دې سږني راپور کې د نړۍ په هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت له عیبه خالي و او ښه شوی دی، خو داسې نه‌ده، مثلاً په ایران کې تېر کال رژیم ۲۰ تنه ووژل، په زرګونه کسان‌یې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوله پرته له محاکمې ونیول، رسنۍ یې د مظاهرو د خبر له ورکولو وګرځولې. دا د هغې بې‌رحمۍ ادامه ده چې د ایران رژیم له څلور لسیزو راهیسې د دې هېواد پر خلکو تحمیل کړې ده."

  • پاکستان

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې د افغانستان بل ګاونډی پاکستان هم له بشري حقونو څخه په ۲۰۱۸ کال په جدي سرغړونو تورن شوی دی.

د راپور له مخې په پاکستان کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خلک له قانوني اصولو پرته وژل شوي، شکنجه شوي، نیول شوي، زنداني شوي دي.

همداراز په دې هېواد کې د بیان پر ازادیو محدودیتونه وضع شوي دي چې په دې ترڅ کې مطبوعات او انټرنټ هم شامل دي.

  • ترکمنستان

د افغانستان د بل ګاونډي ترکمنستان په برخه کې بیا په راپور کې پر دې انتقاد شوی دی چې په‌دغه هېواد کې خلک شکنجه شوي، غیر قانوني توقیف شوي، د سیاسي مخالفت له امله خلک زنداني شوي، فساد په‌کې پراخ دی او نه په‌کې ازاد او شفاف انتخابات شوي او نه هم ادیانو ته ازادي ورکړل شوې ده، همداراز پر غونډو او لاریونونو بندیزونه لګېدلي دي.

  • روسیه

په‌دې کلني راپور کې د سیمې د هېوادونو په ترڅ کې د روسیې په اړه راغلي دي چې د دې هېواد چارواکو یا له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې او یا یې هم برخه په‌کې اخیستې ده.

په‌دې راپور کې په روسیه کې له قانونه پرته قتلونه یاد شوي، د خلکو تري تم کېدو ته اشاره شوې، له قانونه پرته د خلکو د نیولو خبره شوې او ویل شوي دي چې په روسیه کې د بیان ازادي ځپل شوې ده.

له روسیې بهر د سرغړونو په لړ کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه یاده شوې ده چې روسیې لاندې کړې ده.

  • بلاروس

د روسیې متحد هېواد بلاروس هم له بشري حقونو څخه پر سرغړونو تورن شوی او په راپور کې راغلي دي چې په‌دغه هېواد کې خلک شکنجه شوي، په غیر قانوني ډول زنداني شوي او له قانوني چوکاټونو بهر د خلکو پر شخصي حریم تېری شوی او د بیان پر ازادیو محدودیتونه لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG