دایکنډي چې د افغانستان ډېر امن ولایت ګڼل کېږي لا هم پهکې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کېږي او خلک ځانونه خوندي نهاحساسوي.
د دایکنډي د ولایتي شورا مسؤلین وايي، پهدغه ولایت کې خلک د زورواکو او غیر مسؤله وسلهوالو څخه تر پوزې راغلي.
د دغه ولایت د ولایتي مرستیال سبحانالله نایبي ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه ولایت کې لاهم زیات غیر مسؤله وسلهوال او زورواکي شته، خو امنیتي مسؤلین ورته لاس تر زنې ناست دي.
دی وايي، دغه زورواکي او غیر مسؤله وسلهوال په مرکز کابل کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو لهخوا حمایه کېږي.
په ورته وخت کې بیا د یاد ولایت امنیتي مسؤلین وايي، پهدغه ولایت کې یې د زورواکو او غیر مسؤله وسلهوالو ملا ماته کړې.
دا پهداسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په ټول افغانستان کې به زورواکي، غیر مسؤله وسلهوال، غله او داسې نور ډلې ټپلې به لهمنځه وړي، څوک چې له قانونه سرغړونه کوي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: