د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۵ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۱

فارین پالېسي: هر څوک د افغانستان یوه برخه غواړي


د افغانستان نقشه
  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په نيويارک کې د زوميا په نوم د یوه څېړنيز مرکز نوي راپور ته کتلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر په اړه دی.

مقاله د راپور له قوله وايي چې د مخکېني باور خلاف څېړنه دا ښيي چې ملا عمر تر پایه د افغانستان په جنوب کې د امریکايانو یوې اډې ته نږدې ژوند کاوه.

مقاله ليکي چې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا «سي. ای. اې» په ګډون متخصصين په‌دې باور وو چې ملا عمر د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته پاکستان ته وتښتېد.

خو د زوميا مرکز راپور د ملا عمر د وروستيو کلونو په اړه وايي چې دی تر ډېره يوازې و او په افغانستان کې يې ژوند کاوه.

راپور دا هم وايي چې ملا عمر له خپل ساتونکي جبار عمري سره اوسېده او ځیني وختونه به یو کس ورته راته چې په پاکستان کې د کوټې له شورا او د ده ترمنځ به‌یې پيغامونه تبادله کول.

راپور وايي، عمري اوس‌مهال په کابل کې په خپل کور کې نظربند دی.

طالبانو د ملا عمر د مړينې خبر تر دوو کلونو زیات پټ وساته، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان استخباراتي ادارې دا خبر علني کړ.

وال سټريټ ژورنال د راپور د ليکوالې، هالنډۍ ليکوالې او خبريالې بيټې ډام له قوله وايي:

دغه راپور ښکاروي چې په‌دې جګړه کې د امریکا تر ټولو لویه ادعا ناسمه ثابته شوه او دا په‌دې معنی چې امریکا د طالبانو په اړه څومره لږ پوهېږي.

بيټې ډام د ملا عمر د ژوند په اړه په‌دې عنوان یو کتاب هم خپور کړی دی: «د یوه دښمن په لټه.»

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارې يا «سي. ای. اې» پخواني مشر او په افغانستان کې د امريکايي پوځ پخواني قوماندان ډېوېډ پټرائوس له قوله ليکلي چې دوی باور نه‌لري ملا عمر په افغانستان کې وو ځکه دی هلته ډېر په اسانۍ هدف ګرځېدای شوی.

پټرائوس دا هم ويلي چې امریکا د پاکستان د بلوچستان ایالت او کراچۍ ښار ترمنځ د ملا عمر د تګ راتګ په اړه هم خبر درلود چېرته چې دی تر درملنې لاندې وو.

افغان حکومت هم هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ژوند وروستي کلونه په افغانستان کې تېر کړي او همدلته مړ شوی دی.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وويل چې دا راپور طالبانو او د هغوی ملاتړو ته د هویت ورکولو هڅه ده او افغان حکومت کافي شواهد لري چې ښيي ملا عمر په پاکستان کې اوسېدلی او همالته مړ شو.

  • فارن پالېسي

فارن پالېسي د افغانستان د سولې په اړه په‌دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده، «هر څوک د افغانستان یوه برخه غواړي»

مقاله ليکي:

که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ښايي سياسي حل ته لاره پرانیزي، خو بريا په سيمه‌ییزو قدرتونو او افغانستان په ګاونډیانو پورې ده.

مقاله يادونه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالب استازو د خبرو پر چوکاټ توافق کړی دی.

د مقالې لیکوال وايي، که د دوی ترمنځ هر ډول موافقه رامنځته شي، د جګړې مهم لوری به پر دې موافقه خبرې کوي چې ایا ویې مني که نه؟

د جګړې د لورو تر څنګ به هغه سيمه‌یيز قدرتونه هم باید دا توافق ومني، څو توافق په بريا عملي شي.

مقالې په سيمه‌ییزو قدرتونو کې په ځانګړې توګه د پاکستان نوم ياد کړی او وايي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او د دې هېواد پوځ هم پر طالبانو د فشار راوستلو په برخه کې انتخابي چلند کړی دی.

XS
SM
MD
LG