یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، د قطر د سولې خبرې ځکه پټې پاتې شوي چې د منفي تبیلغاتو مخه ونیول شي او دغه خبرې زیانمنې نهشي.
ښاغلی وحید مژده وضعیت ته په کتو د دغو خبرو مثبتې نتیجې ته خوشبینه دی.
زموږ همکار اجمل تورمان له ښاغلي مژده سره مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتلي چې ولې د قطر د سولې د خبرو جزئیات نهخپرېږي؟