د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د کرکټ په مسابقو کې ايرلنډ افغانستان ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه


ارشیف، د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي عیس خېل
ارشیف، د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي عیس خېل

د کرکټ په يو ورځنيو نړيوالو مسابقو کې ايرلنډ پرون افغانستان ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

لوبه افغانستان پيل کړله چې په ٥٠ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټيم ته د ٢١٧ منډو هدف وټاکه.

ايرلنډ وتوانېده دغه مسابقه په ٥ وېکټو وګټي.

افغانستان د ٥٠ اوره مسابقو د دې لړۍ لومړۍ ګټلې وه، دوهمه مسابقه د باران له کبله بې‌نتيجې پاتې شوه.

درېيمه مسابقه ايرلنډ، څلورمه افغانستان او پرونۍ مسابقه چې د دې لړۍ پنځمه وه، ايرلنډ وګټله.

دواړه ټيمونه به راروانه جمعه په خپلو کې ټېسټ لوبه وکړي.

د کرکټ دغه مسابقې د هندوستان په دهرادون کې روانې دي.

XS
SM
MD
LG