د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

سټارز اېنډ سټرایپس په ننګرهار کې د داعش د مهم قوماندان پر وژلو تبصرې کړي


د ننګرهار په حمله کې نن ۱۶ کسان ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

د ننګرهار په حمله کې نن ۱۶ کسان ووژل شول

  • سټارز اېنډ سټرایپس

امریکایۍ سټارز اېنډ سټرایپس خپرونې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د یوه مهم قوماندان چې په‌دې ولایت کې د وروستي خونړي برید اصلي طراح بلل شوی، وژل کېدو او د دې ډلې فعالیت ته په یوه مطلب کې کتنه کړې ده.

سټارز اېنډ سټرایپس د ننګرهار د چارواکو په حواله لیکي چې ویلي یې دي د اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه قوماندان چې تېره اوونۍ یې جلال‌اباد ته نږدې پر یوه خصوصي شرکت خونړۍ حمله تنظیم کړې وه، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

پر«E.B.E» ساختماني شرکت د تېرې چهارشنبې د ورځې په برید کې چې مسؤلیت‌یې داعش منلی، پر پنځو حمله کوونکو سربېره د دې شرکت شااوخوا ۱۶ کارکوونکي ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې د سبحان په نوم د داعش دغه قوماندان د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې ووژل شو چې د شنبې په شپه‌یې په مومندرې ولسوالۍ کې ترسره کړل.

د هغه په وینا په‌دغو عملیاتو کې د داعش یو شمېر مشکوک غړي له چاودېدونکو موادو سره یوځای نیول شوي دي.

سټارز اېنډ سټرایپس د سالار یوسف په نوم د ننګرهار د یوه اوسېدونکي دا خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، ننګرهار په وروستیو دوه درې میاشتو کې یو څه ارام و، خو داعش بیا ناڅاپه ځان راښکاره کړ او دغه حمله‌یې ترسره کړه.

د هغه په وینا خلک دغې ډلې ته سره له دې چې امریکایي او افغان ځواکونو یې د ځپلو هڅې کوي، اندېښنه لري.

د سټارز اېنډ سټرایپس په لیکنه، په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو په هدف د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، د ننګرهار حمله دا په ډاګه کوي چې په‌دې جګړه کې ښکېلې نورې ډلې هم په زور کې دي.

د خپرونې په وینا که څه هم په تېرو څه باندې درې کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو په ترڅ کې داعش ډېر په نښه شوی، خو دا ډله بیا هم فعاله ده.

په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره جنوري کې خپور کړی و، ویل شوي چې داعش ډله اوس هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د روزنې یو شمېر مرکزونه لري او هم‌یې د کابل په ګډون یو شمېر ښارونو کې شبکې جوړې کړې دي.

د سټارز اېنډ سټرایپس په لیکنه په‌دغه راپور کې ویل شوي داعش به په افغانستان کې د دوه نیم زرو تر څلور زرو پورې وسله‌وال لري، خو په افغانستان کې امریکایي ځواکونو بیا د دې ډلې د غړو شمېر له دوه زرو کم ښودلی.

  • «یو. اېس. اې ټوډې»

امریکایۍ «یو. اېس. اې ټوډې» ورځپاڼې پر یوه افغان ژباړونکي چې خپل ژوند یې د امریکایي سرتېرو لپاره په خطر کې اچولی او ورته امریکایي تابعیت ورکړل شوی، یوه لیکنه خپره کړې ده.

«یو. اېس. اې ټوډې» لیکي، ۲۸ کلن نبي محمدي چې کلونه‌یې خپل ژوند د امریکایي سرتېرو لپاره په خطر کې اچولی و، تېره اوونۍ له خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره یوځای ورته امریکایي تابعیت ورکړل شو.

د ورځپاڼې په لیکنه محمدي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ میلادي کلونو کې په افغانستان کې دېره د «ایووا» د ملي ګارډ له ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه چې په‌دې موده کې یې له دغو ځواکونو سره ډیورند کرښې ته نږدې په غرنیو سیمو کې د ورځې درې ځلې په ګزمو کې ملګرتیا کوله.

دغو ځواکونو چې د ویزې او د امریکایي تابعیت په ترلاسه کولو کې یې هم له محمدي سره مرسته کړې، ویلي چې هر ځلې چې هغه له دوی سره ګزمې ته ته، خپل او د خپلې کورنۍ ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی، ځکه چې له امریکایي ځواکونو سره د کار کولو په خاطر د مرګ له ګواښ سره مخامخ و.

د ورځپاڼې په لیکنه محمدي چې له دې مخکې یې په میاشتنۍ ۷۰۰ ډالره تنخوا د جورجیا د ملي ګارډ له جزوتامونو سره ورته دنده ترسره کوله ورسره دا ژمنه هم ژمنه شوې وه چې کولای شي امریکا ته د تلو لپاره د ویزې غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG