د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

افغان ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره د ۷۰ میلیونو افغانیو مرستې ژمنه وکړه


ارشیف، د هرات ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو یو انځور
ارشیف، د هرات ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو یو انځور

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ماښام د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د دغه ولایت د ورستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره په لیدنه کې وویل چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د تېري اوونۍ د رامنځته شوې خسارې لپاره د سل میلیونو افغانیو او د زر ټنه غنمو بېړني مرستي ژمنه کوي .

ښاغلي غني وویل چې له دې مرستې ۷۰ میلیونه افغانۍ د سېلابونو د قربانیانو او ویجاړو شویو کورونو لپاره ځانګړې شوي او ۳۰ میلیونه افغانۍ، د کرنې د رغونې او د زیانمو کوچنیانو لپاره ځانګړي شوي دي.

کندهار ته د ولسمشر غني د یوه سفر انځور
کندهار ته د ولسمشر غني د یوه سفر انځور

ښاغلي غنۍ وویل:

"د هر شهید کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ، د هر زخمي کورنۍ ته پنځه ویشت زره افغانۍ، هغو کورنیو ته چې کور یې چپه شوی پنځلس زره افغانۍ او هر کور ته چې خساره يې لیدلې اووه نیم زره افغانۍ په عاجله توګه ورکړل شي چې دا اویا میلیونه افغانۍ به ژر تاسي ته انتقال شي، همدارنګه زرټنه اوړه به د کرني وزارت له خوا تاسې ته انتقال شي او ۳۰ میلیونه افغانۍ به په عاجله توګه د کرنې د بیارغونې لپاره په اختیار کې ورکول شي."

ولسمشر د کندهار له یو شمېر چارواکو او سوداګرو هم مننه وکړه چې د سېلاب ځپلو کورنیو سره یې د لومړنیو مرستو په رسولو کې همکاري کړې.

د کندهار د تېري اوونۍ د شنبې د ورځې په سېلابونو کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.

دغه راز شااوخوا ۶۰۰۰ زره کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه ځمکه د راغلو سېلابونو له امله زیانمنه شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز د خپلو خبرو په بله برخه کې د لوی احمدشاه بابا د کارنامو ستاینه وکړه.

ولسمشر وویل چې د احمد شاه بابا کور به په اساسي توګه ورغوي او د ملي ټاټوبي په توګه به يې ولمانځي .

ده زیاته کړه:

"د لوی احمد شاه بابا عزت په هر افغان باندې واجب دی، ما د لوی احمدشاه بابا کور د افغانستان د ولس لپاره واخیسته او دا کور به په اساسي توګه ابادېږي او د ملي ټاټوبي په توګه به لمانځل کېږي."

ولسمشر دغه راز وویل چې د عبدالله خان اڅکزي، وزیر محمد اکبر خان، سردار محمد ایوب خان او ملالۍ میوندۍ قبرونه په خپل شخصي لګښت سره جوړوي .

ولسمشر د شنبې په ورځ له فراه وروسته د کندهار د سېلاب ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ په هدف دغه ولایت ته سفر وکړ.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG