د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه د مارچ په لسمه د اېرلنډ د کرکټ له لوبډلې سره د ۵۰ اورنو وروستۍ نړیواله مسابقه لري.
دا سیالي هم د هند په دهرادون ښار کې کېږي.
د پنځوسو اورونو کرکټ د سیالیو د روانې لړۍ څلورمه لوبه د افغانستان د کرکټ لوبډلې په څلورو وایکټو وګټله.
د افغانستان او اېرلنډ لوبډلې به د مارچ میاشتې له ۱۵مې تر ۱۹مې یوه ټېسټ مچ مسابقه ولري.