د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د ساحلي فوټبال افغان ملي لوبډله نن مالیزیا سره لوبېږي


د ساحلي فوټبال لوبډله
د ساحلي فوټبال لوبډله

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ساحلي فوټبال نړیوال جام د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې نن د مالیزیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو ته افغان لوبډلې پوره چمتووالی نیولی او د مالیزیا پر وړاندې به ښه وځلېږي.

ټاکل شوې دغه لوبه نن د دواړو لوبډلو ترمنځ له غرمې وروسته په درېیو بجو پیل شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له‌خوا دغو سیالیو ته له يو لړ تمریناتو وروسته د دوو ګول ساتونکو په ګډون ۱۲ لوبغاړي غوره شوي وو.

XS
SM
MD
LG