د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د فوټبال افغان ملي لوبډله د «ایر مارین» ټورنمنټ کې ګډون کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په مالیزیا کې د «ایر مارین» په نوم څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې له افغانستان سربېره د مالیزیا، عمان او سنګاپور لوبډلې ګډون لري.

ښاغلی امیني وايي، دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ایر مارین په نوم د ټرانسپورټي شرکت په نوښت ترسره کېږي.

د ده په خبره، دغه څلور اړخیزې سیالۍ د کب له ۲۹مې څخه د وري میاشتې تر ۳مې نېټې پورې د مالیزیا په کوالالمپور کې ترسره کېږي.

افغانستان په‌دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د کب په ۲۹مه د عمان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د ورځې په يوه بجه کوي.

XS
SM
MD
LG