د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د ارزګان والي: د ولسي تړون په ملي پروګرام کې ستونزې او خنډونه شته


د ارزګان والي اسدالله سعیدي
د ارزګان والي اسدالله سعیدي

د ارزګان والي او یو شمېر نور چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ولسي تړون په ملي پروګرام کې ستونزې او پر وړاندې یې خنډونه شته.

دوی وايي، د یاد ملي پروګرام پر وړاندې خنډونه وسله‌وال طالبان او زورواکي دي او ستونزې يې د یاد پروګرام په طبیق کوونکې (ای. اېچ. ډي. اېس) په نوم مؤسسه کې د بې‌تجربې کارمندانو ګمارنه ده چې یاد پروګرام په تېرو دوو کلنو کې یوازې ۲۰ سلنه تطبق شوي دي.

چارواکو د دغو ستونزو او خنډونو لامل د یاد پروګرام د تطبيقوونکو مؤسسو د مسؤلینو کمزوی مدیریت یاد کړ.

خو د تطبیقوونکو مؤسسو مسؤلین د دغه خنډونو او ستونزو لامل د زورواکو لاس‌وهنه او د خلکو نه‌همکاري یادوي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG