د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

کانورسېشن: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښ شي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • کانورسېشن

کانورسېشن خپرونې تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښ شي؟

د مقالې لیکوال درې موضوعات څېړلې دي چې سولې ته رسېدل طالبانو، د امریکا د متحده ایالاتو حکومت او افغانستان ته څه معنی لري.

وړاندې راغلي دي چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ توافق د طالبانو لپاره د پام وړ لاسته راړونه ده، ځکه چې د طالبانو له نظره دا موافقه دا معنی لري چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد یې اړ کړ چې جګړه ورسره په ټپه ولاړ حالت کې وساتي.

بیا لولو چې دا توافق ښایي د متحده ایالاتو اعتبار ته څه ناڅه زیان واړوي.

بل ټکی چې لیکوال روښانه کړی دی، دا توافق د یوه ژمن یاغي ځواک په وړاندې د متحده ایالاتو ضعف ښکاره کوي، وړاندې راغلي دي چې وسله‌وال به له دې سره په نورو سیمو کې د داعش په شمول له دې تجربې په خپله ګټه استفاده وکړي.

په مقاله کې بیا راغلي دي چې د بهرنیو مرستو له درېدو وروسته ښایي په افغانستان کې حکومتونه له سقوط سره مخامخ شي او په افغانستان کې ممکن د نویېمو میلادي کلونو په څېر بیا کورنۍ جګړې پيل شي.

  • ایرو اېشیا رویو

ایرو اېشیا رویو خپرونې په افغانستان کې د ترورېستي بریدونو پر مهال نظامي او ملکي تلفاتو ته د خپلې لیکنې په پیل کې اشاره کړې ده او لیکي چې په پرله‌پسې ډول د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر له میاشتې راوروسته د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

خپرونه لیکي، وروسته تر دې چې بهرني محارب ځواکونه له افغانستانه ووتل او د جګړې قومانده افغان ځواکونو ته وسپارل شوه، تلفات زیات شوي دي.

ایرو اېشیا رویو وړاندې لیکي، د دې پر ځای چې د امریکا متحده ایالات خپلې تېرې تېروتنې ته پام وکړي او هغه سمه کړي، اوس پر دې غور کوي چې نور پوځیان له افغانستانه وباسي.

د ایرو اېشیا رویو دا مقاله ایجت کومار سنګهـ لیکلې ده او وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرو ته اشاره کوي او څرګندوي چې پاکستان د افغانستان د بې‌ثباتۍ اصلي عامل دی، خو اوس له طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو په خبرو کې مرکزي رول لري.

د لیکوال په باور، له دې نقش سره افغانستان مخالف دی او د فبرورۍ په ۱۵مه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نظیف‌الله سالارزي امنیت شورا ته په یوه لیک کې پر دې اعتراض وکړ چې پاکستان د طالبانو استازي اسلام‌اباد ته وربللي دي.

هغه وخت له طالبانو سره په اسلام‌اباد کې خبرې لغوه شوې.

د دې مقالې په وروستیو کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې امکانات په سرعت د له‌منځه تللو په حال کې دي، ځکه چې پاکستان او د هغه ترهګر استازي هڅول شوي دي چې امریکا او متحدان‌یې له ماتې سره مخامخ دي او دوی فکر کوي چې په دې ډول به وتوانېږي چې په افغانستان کې ګډوډۍ پسې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG