د افغانستان د انتخاباتو د مسؤلو کمېسیونونو نويو کېشنرانو د دوشنبې په ورځ لوړه وکړه.
په دواړو کمېسیونونو کې دننه له رأیو اخیستو وروسته حوا علم نورستانۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او زهره بیان شینوارې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د مشرانو په توګه غوره شوې او کمېشنرانو یې هم خپل کار پیل کړی دی.
د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او ګډوډیو د راپورونو له خپرېدو وروسته، ایا نوي کمېسیونونه به د جمهوري ریاست، د ولسوالیو د شوراګانو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کولو بریالي شي؟
په دې اړه احمد تکل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مشرې حوا علم نورستانۍ سره مرکه کړې ده.
مېرمن نورستانۍ د مرکې په پیل کې د خپلو لومړیتوبونو یادونه کوي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: