د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

افغانستان له ایرلنډ سره د کرکټ د یو ورځنیو لوبو درېیمه لوبه وبایلله


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

افغانستان پرون له ایرلنډ سره د کرکټ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ درېیمه لوبه بایلوده.

لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډې جوړې کړې.

نجیب ځدراڼ په ۹۸ توپونو ۱۰۴ منډې او کپټان اصغر افغان په ۱۰۹ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ ټاکلي هدف ته په ۴۹ اورونو کې او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه.

افغانستان په دې لړۍ کې له ایرلنډ سره دوه نورې یو ورځنۍ یا ۵۰ اوره لوبې هم لري چې لومړۍ به‌یې د راروانې جمعې او وروستۍ به‌یې د یکشنبې په ورځ وي.

مخکې له دې د دې لړۍ یوه یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې ټولې افغانستان ګټلې وې او یوه د ورښت له کبله بې‌نتیجې شوه.

همداراز د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه ټېسټ لوبه هم پلان شوې ده چې د بلې اوونۍ د جمعې په ورځ به وي.

XS
SM
MD
LG