د افغانستان د ووشو ملي لوبډلې د دهه فجر په درېیم پړاو نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ.
د افغانستان د ووشو فدراسیون رئیس سیدالرحمن يورش د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ۳ د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره په ټوله کې دوهم مقام ته ورسېد.
ښاغلی يورش وايي، په دغو سیالیو کې له افغانستانه ۱۹ لوبغاړو ګډون کړی و چې ۱۵ بېلابېل مډالونهیې وګټل.
د دهه فجر درېیم پړاو سیالۍ سږ کال د سولې او دوستۍ په نوم د ایران په کوربهتوب زاهدان ښار کې روان میلادي کال د مارچ له لومړۍ د همدې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې وشوې.
په دغو سیالیو کې پر افغانستان سربېره، د ایران، هندوستان، پاکستان، عراق او فلسطین د ووشو ملي لوبډلو ګډون کړی و چې کوربه ایران لومړی او افغانستان پهکې دوهم مقام ترلاسه کړ.