د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

مسؤلین: وروستیو ورښتونو او سېلابونو په ۲۴ ولایتونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي


ارشیف، د ننګرهار د بهسودو د سېلاب یو انځور
ارشیف، د ننګرهار د بهسودو د سېلاب یو انځور

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو په اړه راپور خپور کړ.

دوی خبریالانو ته وویل، د دغه وزارت وروستي راپورونه ښيي چې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې واورو، ورښتونو او سېلابونو خلکو او کورنیو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري وویل:

"د ټول هېواد په کچه ۵۹ شهیدان او کابو ۱۴۳ ټپیان لرو، ۹۲۶ کورونه په بشپړه توګه او څه کم ۲۰۰۰ کورونه شااوخوا ۳۰ فیصده ویجاړ شوي چې موږ ته‌یې راپور راکړل شوی."

ښاغلي حیدري دا هم وویل، دا شمېرې کره نه‌دي او کېدای شي چې په لیرې پرتو سیمو کې د پلټنو په بهیر کې په دغو شمېرو کې بدلون راشي.

ده وویل، په ځاني زیانونو کې ډېر زیان د کندهار په ولایت کې خلکو ته رسېدلی چې د وژل شویو شمېر یې تر اوسه ۲۵ ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دوی عملیاتي ټیمونه د امنیتي او دفاعي ارګانونو په مرسته توانېدلي چې په کندهار ولایت کې ۱۴۰۰۰، په فراه کې ۵۰۰ او په بامیان ولایت کې ۱۰۰ کسان چې په سېلابونو کې ایسار وو، د ځمکې او هوا له لارې وژغوري.

دغه وزارت وايي، ډېری زیانمنو شویو کسانو او کورنیو ته مرستې رسېدلي او دغه لړۍ په تېزې سره روانه ده.

یاد وزارت دا هم وايي، په هر ولایت کې د دې ډول اضطراري حالاتو لپاره په ولایتي ګدامونو کې خوراکي مواد، خیمې، کمپلې، پوښاک، د پخلنځي وسایل او دارو درمل موجود دي او پر زیانمن شویو وېشل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ازادي راډیو ته په ځینو رسېدلو راپورونو کې ویل شوي چې له زیانمن شویو سره روانې مرستې کافي نه‌دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پشتون ازادي راډیو ته وویل، باوري دی چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو د قربانیانو شمېر به له دې هم ډېر وي.​

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی خالد پشتون

دی له زیانمن شویو سره جاري مرستې هم کافي نه‌ګڼي او وایي:

"د مړو شویو جسدونه ترلاسه شوي، د کندهار ښار په شااوخوا کې یو شمېر ورک دي، په دغو سیمو کې د کانال سیستم نه‌شته، سېلابونه د ښار او کلیو کوڅو ته داخل شوي، زیانمن شویو ته د حکومت نه‌رسیده‌ګي د اندېښنې خبره ده."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د ژمي په موسم کې د یخنیو، ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په ځینو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوړي، بلکې د دې هېواد هر ژمی د دا شان پېښو شاهد تېر شوی دی.

د ولسي جرګې غړی خالد پشتون ټینګار کوي چې حکومت دې د بارانونو او سېلابونو راتلونکو احتمالي پېښو ته مخکې له مخکې تدابیر ونیسي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وايي، د ولسمشر په حکم په دې وروستیو کې د دغو پېښو په اړه د اطلاعاتو د شریکولو یوه کمېټه جوړه شوې چې د یادې کمېټې له اطلاعاتو سره سم به پېښو ته تیاری نیول کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG