د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون وویل، ده د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره له سوریې نه د بهرني عسکرو په وتلو خبرې کړي.
نتانیاهو ویلي چې له روسیې سره موافقې ته رسېدلی، څو له سوریې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو ګډ کاري ټیم جوړ کړي.
ښاغلي نتانیاهو په مسکو کې همدا اوونۍ هڅه وکړه چې ولسمشر پوتین قانع کړي څو ایران ته په سوریه کې د پوځي حضور اجازه ورنهکړل شي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د خپلې کابینې په اوونیزه جلسه کې وویل:
"جمهور رئیس پوتین او زه په یوه ګډ هدف موافقې ته ورسېدو. له سوریې د بهرنیو ځواکونو وتل چې د کورنۍ جګړې له پیله دغه هېواد ته ورغلي. موږ موافقه وکړه چې دغه هدف او ځینو نورو هدفونو ته د رسېدو لپاره یو ګډ کاري ټیم جوړ کړو."
روسیه او ایران دواړه د سوریې په اته کلنه جګړه کې د بشار الاسد له رژیمه ډیپلوماتیک او پوځي ملاتړ کړی دی.
اسرائیل ژمنه کړې چې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور له پراختیا مخنیوی کوي.
اسرائیلو په تېرو څو کلونو کې په سوریه کې په هغو سلګونه اهدافو هوايي بریدونه کړي چې وايي، د ایران پوځي ملېشې او د حزبالله په شمول د ایران د متحده ډلو پوځیان پهکې وو.
ایران په سوریه کې د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د قدس ډلې په چوکاټ کې د فاطمیون او زینبیون په نوم دوه ملېشه ډلې ګمارلي.
ایراني چارواکو ویلي چې په سوریه کې د ایران د پوځي سلاکارانو حضور د اسد د رژیم په خوښه دی.
سپینې ماڼۍ تېره میاشت وویل چې له سوریې خپل نږدې ټول عسکر باسي او یوازې ۴۰۰ سرتېري به د دغه هېواد په ختیځو برخو کې پاتې کړي.
د سوریې په ختیځ کې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډموکراتیک پوځ د داعش له پاتې شویو جنګیالیو سره جګړه مخته وړي.
ترکیه هم چې په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت له مخالفو ډلو ملاتړ کوي، ویلي له روسیې سره په همغږۍ د سوریې په شمال کې د یوه امن زون د جوړولو لپاره کار کوي.
راپور: صفيالله ستانکزی