د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

علي اکبر قاسمي: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې باید بیړه ونشي


ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې باید تادي ونه شي، ځکه هېڅ تضمین نه دی موجود چې دغه هېواد بیا د کورنیو جګړو په لور ولاړ نه شي.

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ تر دوه ورځنۍ دمې وروسته بیا هم خبرې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو پر سر.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

خو د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، په لنډمهالي کې دا کار ناشونی دی، ځکه دا تضمین نشته چې د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان یوځل بیا د کورنیو جګړو په ډګر بدل نشي.

د دغه کمېسیون مرستیال علي اکبر قاسمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا د ګاونډیانو غوښتنې دي چې د طالبانو په خوله مطرح کېږي.

دی وایي:

"فعلاً هېڅ ډول اعتماد او ضمانت نشته، ګاوندي هېوادونه خپلې ګتې غواړي، په دې غم کې نه دي چې څوک زیان ویني او څوک وژل کېږي، دا زمینه هېڅ مساعده نه ده."

ښاغلی قاسمي وايي، هېڅ افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې د تل لپاره د دوی په خاوره دېره وي او په خبره یې، هر وخت چې یو تضمین رامنځته شي، دوی به له افغانستانه ووځي.

په قطر کې تر دوه ورځني ځنډ وروسته د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ پنځم پړاو خبرې بیا ځلي د شنبې په ورځ پیل شوې.

دغه خبرې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیل او د دوه ورځو لپاره روانې وې، خو بیا پنجشنبه او جمعه دوه ورځنۍ دمه اعلان شوه او ویل شوي وو چې د دغې دمې په ترڅ کې به دواړه خواوې د بحث وړ مسایلو په اړه له خپلو مشرانو سره خبرې وکړي.

د سې شنبې او چهارشنبې د ورځو د خبرو په اړه هم ویل شوي وو چې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې د دوی تر وتلو وروسته به د دغه هېواد خاوره د امریکا پر ضد نه کارول کېږي، متمرکزې وې.

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان چې دغه خبرې له نېږدې څاري، وايي چې تېره ورځ هم په خبرو کې د طالبانو له خوا تاکید پر دې و چې امریکايي ځواکونه دې تر یو کاله پورې له افغانستانه ووځي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده وایي:

د سیاسي چارو افغان شننونکی وحید مژده
د سیاسي چارو افغان شننونکی وحید مژده

"ځینو نېږدې طالبانو ماته وویل چې طالبان تر یو کال زیاته موده نه شي قبلولی، خو امریکایان له دې زیات وخت غواړي، خو په رسنیو کې چې د درې یا پنځو کلونو خبره راغلې، دا غلطه ده، که څه هم ویل شوي چې ډېر ژر به دغه نتیجه لاس ته راځي او دوی غواړي چې اعلامیه صادره کړي، خو د شپې چې ما پوښتنه وکړه، نن هم دا خبرې روانې دي."

د یادونې ده چې امریکا په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې تر ډېره د مشورې ورکونې او د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ مخکې له دې له دغه هېواده د خپلو نیمايي عسکرو د ايستلو خبره کړې وه، خو د نوموړي دا څرګندونې په هغه هېواد کې دننه او بهر له غبرګونونو سره ملې وې.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې دا وخت په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی، په دې ورستیو کې ویلي وو چې د د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې يوه توافق ته رسېدل دي، نه له دغه هېواده د امریکايي عسکرو ايستل.

XS
SM
MD
LG