د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

نن به په هند کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه ولوبېږي


ارشیف- افغان کرکټ لوبډله
ارشیف- افغان کرکټ لوبډله

ټاکل شوې ده چې نن د هند په دهرادون کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

دا ۵۰ اوره لوبه د کابل په وخت ماسپښین ۱۲ بجې پیلېږي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې په ملي لوبډله کې یو لړ تغییرات راغلي دي.

ده زیاته کړه:

"ټاکل شوې چې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي، په‌دغې ۵۰ اوره لوبه کې به یو شمېر نورو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي چې د افغانستان استازیتوب وکړي."

افغانستان په هند کې د روانو لوبو په ترڅ کې له ایرلنډ سره تر اوسه د ۲۰ اورونو درې لوبې کړې دي چې درې سره‌یې ګټلې دي.

تمه ده چې دواړه لوري یو ټېسټ مېچ هم وکړي.

XS
SM
MD
LG