د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ټیمونه سبا ته د هند په دهرادون ښار کې په خپلو کې د یو ورځنیو مسابقو لومړی لوبه کوي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ پنځه یو ورځنۍ مسابقې کېږي.
تر دې مخکې په دهرادون کې افغانستان او ایرلنډ درې ۲۰ اوریزې لوبې وکړې چې درې واړه افغان ټیم وګټلې.
ټاکل شوې ده چې د سیالیو په روانه لړۍ کې داوړه ټیمونه یو ټېسټ لوبه وکړي.