د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

قطر کې امریکايي پلاوی او طالبان له نن سهاره په‌ څه وغږېدل؟


ژورنالېست او شنونکی سمیع یوسفزی
ژورنالېست او شنونکی سمیع یوسفزی

د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې په دوحه کې روانې دي.

د دوی د رسمي خبرو پنځم دور نن سې شنبه سهار پیل شو.

ژورنالېست او شنونکي سمیع یوسفزي ازادي راډيو ته وویل، امریکايي پلاوی او طالبان له نن سهاره په‌دې خبرې کوي چې څنګه د امریکايي پوځیانو د وتلو او په بهر د برید لپاره د افغانستان د خاورې د نه‌استعمالولو موافقې عملي کړي.

له ښاغلي یوسفزي سره چې د قطر پلازمېنې دوحه کې دی د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG