په قطر کې نن د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې پنځم پړاو خبرې ترسره کېږي.
طالبانو ویلي چې د دغې څلور ورځنۍ ناستې د بحث مهمه موضوع به بیا هم له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل وي.
خو افغانان او افغان حکومت تمه لري چې دغه ناسته د بینالفغاني خبرو لپاره چې حکومت او طالبان دي زمینه برابره کړي.
- د سیاسي چارو افغان پوهان پهدې اړه څه نظر لري؟
زموږ همکار اجمل تورمان د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی پهدې اړه په یوه مرکه کې پوښتلی، نوموړی وايي: