د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د امریکا او طالب استازو ترمنځ د پنځم دور خبرو رسمي پړاو نن پیلېږي


آرشیف، د انځور ښي لوري ته زلمی خلیل‌زاد او کین لوري ته د وسله‌والو طالبانو د ډلې ځيني غړي
آرشیف، د انځور ښي لوري ته زلمی خلیل‌زاد او کین لوري ته د وسله‌والو طالبانو د ډلې ځيني غړي

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي او د طالبانو ترمنځ د پنځم دور خبرو رسمي پړاو نن سې شنبه پیلېږي.

نن سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه د خبرو د پنځم پړاو رسمي بحثونه پیلېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ دوحې ته ورسېدل او تعارفي لیدنه‌یې درلوده.

زلمي خلیل‌زاد پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې په لومړي ځل‌یې د ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

تر دې دمخه ښاغلي خلیل‌زاد د قطر غونډه د افغانستان د سولې لپاره یو ښه فرصت بللی و او پر خپله ټویټرپاڼه‌یې احتمالاً د ملا برادر حضور ته د اشارې په ترڅ کې دا غونډه مهمه بللې وه.

نوموړي له قطر څخه د غونډې د کوربه‌توب او له پاکستانه د ملا برادر د سفر امکاناتو د برابرولو ستاینه وکړه.

خو پوښتنه دا ده چې ملا عبدالغني برادر چې اوس‌مهال په قطر کې دی، ایا له امریکایي پلاوي سره د خبرو مشري کوي که څنګه؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېر ماښام په یوې اعلامیه کې وویل چې د دې خبرو مشري به د تېر په څېر شیر محمد عباس ستانکزی کوي او د اړتیا په صورت کې به د ملا عبدالغني برادر هدایت اخيستل کېږي.

اعلامیه زیاتوي، ملا برادر د دوشنبې په ورځ له امریکایي پلاوي سره ولیدل او د طالبانو د مذاکراتي پلاوي تر معرفۍ وروسته‌یې د مذاکراتو پر اهمیت، د مرکچي پلاوي پر صلاحیت او د راتلونکې تګلارې په اړه توضیحات ورکړل.

د انځور ښي لوري ته زلمی خلیل‌زاد او کین ته شیر محمد عباس ستانکزی
د انځور ښي لوري ته زلمی خلیل‌زاد او کین ته شیر محمد عباس ستانکزی

​خو په اعلامیه کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

تر دې وړاندې وسله‌والو طالبانو ویلي وو چې د امریکا له لوري مرکچي پلاوی په هغه سطحه کې نه‌دی چې ملا برادر ورسره د سولې خبرې مخته یوسي.

د دوحې په خبرو کې د ملا برادر رول ته د خورا زیات اهمیت په سترګه کتل کېږي، ځکه نوموړی د طالبانو د مشرتابه ځواکمن غړی دی او د افغانستان د سولې په برخه کې د نرم دریځ خاوند بلل کېږي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فاروق بشر بیا په دې باور دی چې د طالبانو پلاوی که هر څومره با صلاحیته وي، د افغان حکومت له ګډون او موافقې پرته د سولې هېڅ ډول پرېکړه اجرائیوي بڼه نه‌شي لرلی.

ده وویل:

"لکه څنګه چې خلیل‌زاد خوشبین دی، زه هم خوشبین یم چې د ملا برادر ګډون په دې جرګه کې داسې ښکاري چې دوی خپل موقف اوس نرم کړی او د دې امکان شته چې خامخا په دې څلور ورځنیو خبرو کې د افغانستان د حکومت استازو ته هم د ګډون زمینه برابره شي، څرګنده خبره ده چې هره هغه فیصله چې کېږي او د افغانستان حکومت په‌کې ګډون ونه‌لري، اجرائیوي قدرت به ونه‌لري."

ښاغلي خلیل‌زاد وړاندې ویلي وو چې هڅه به‌یې دا وي چې په دې خبرو کې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ لیدنې زمینه برابره کړي.

په ټولو هغو غونډو کې چې تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه د وسله‌والو طالبانو له استازو سره شوي دي، د افغانستان حکومت ګډون نه‌دی لرلی.

طالبان له افغان حکومت سره خبرې کول نه‌غواړي، ځکه دوی د ولسمشر اشرف غني اداره د امریکا لاسپوڅې اداره بولي.

طالبانو ویلي چې روانې خبرې به څلور ورځې دوام وکړي او اجنډا به‌یې بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د دې په ضمانت متمرکزه وي چې د افغانستان له خاورې باید د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت ونه‌شي.

طالب سرچینې وایي، تر هغو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو موافقه نه‌وي شوي، پر نورو مسایلو بحث نه‌کوي.

دا هغه پرېکړه ده چې د افغانستان د ولسمشر په خبره، د افغان حکومت د استازو په حضور او موافقې باید وشي.

XS
SM
MD
LG