د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درې نړیوال ريکارډونه ټینګ کړل


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي، حضرت الله ځاځي شپاړلس شپږيزي ووهلې
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي، حضرت الله ځاځي شپاړلس شپږيزي ووهلې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درې نړیوال ريکارډونه ټینګ کړل. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د فبرورۍ په ۲۳مه له ایرلنډ سره د شل اووره کرکټ دوهمه نړیواله مسابقه وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل، فرید هوتک په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان د اېرلنډ په وړاندې به دوهمه شل اووره لوبه کې درې نړیوال ریکارډونه مات کړل او درې نړیوال ریکارډونه یې جوړل کړل، هغه دا چې په کمو توپونو حضرت الله ځاځي خپله سلیزه جوړه کړه، هغه ریکارډ چې د دوو لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا و، افغانانو مات کړ او تر هغې یې زیاتې منډې جوړې کړې چې هدف ټاکل شوی و. "

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل، فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل، فرید هوتک

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي، حضرت الله ځاځي شپاړلس شپږيزي ووهلې چې هغه هم نړیوال ریکارډ ګڼل کېږي.

د افغانانو پرونۍ لوبې د اسټرالیا ریکارډ مات کړ چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې له سریلانکا سره په مسابقه کې ټینګ کړی و.

افغانستان نن له اېرلنډ سره د هند په دهرادون ښار کې درېیمه شل اووره مسابقه لري.

XS
SM
MD
LG