د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۷

هالنډ: تاجکستان تأیید کړه شرف الدین ګدایوف توقیف شوی


د تاجکستان پولیس

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تاجکستان چارواکو تأیید کړې چې د اپوزېسیون فعال شرف الدین ګدایوف چې تېره اوونۍ له خپلې خوښې تبعید څخه پلازمېنې دوشنبې ته ستون شوی و، د جنايي فعالیتونو په تور توقیف شوی دی.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلیمین ویلډمن پرون د فبرورۍ په ۲۱مه ازادي راډیو ته په یوه استول شوي بیان کې وویل، هالنډ اوس مهال په دې اړه څېړنه کوي چې له ګدایف سره مرسته وکړي که نه او که یې کوي نو څنګه یې وکړي.

د ګدایوف د یوه مدافع وکیل په وینا، هالنډي چارواکو وروسته له هغه دا څېړنې پیل کړې چې د اپوزېسیون او د بشري حقونو فعالانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د ګدایوف مور ازادي راډیو ته ویلي وو چې زوی یې په خپل کور کې د یوې شپې له تېرولو وروسته د چهارشنبې د ورځې د سهار په اتو بجو ونیول شو.

هغې وویل، نه پوهېږي چې زوی یې چېرته دی؟

تاجکستان ته د ګدایوف د ستنېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

ځینې پوښتنه کوي چې ایا نوموړی به په خپله خوښه هېواد ته ستون شوی وي، که په جبري ډول.

XS
SM
MD
LG