د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

جنرال عابد: په شمال زون کې ۲۵۰۰ غیر قانوني وسله‌والې ډلې فعالیت لري


په شمال کې د ډایاک یا د غیر قانوني وسلو د راټولولو پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد
په شمال کې د ډایاک یا د غیر قانوني وسلو د راټولولو پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد

د افغانستان په شمال زون کې د ډایاک پروسې مسؤلان په یاده سیمه کې د غیر قانوني وسله‌والو ډلو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او دا ډلې په شمال زون کې د ناامنۍ په رامنځته کولو او ناقانونه فعالیتونو تورنوي.

په شمال کې د ډایاک یا د غیر قانوني وسلو د راټولولو پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد وايي چې د ډایاک پروسې په پیل کې په شمال زون کې یوازې ۵۰۰ غیر قانوني وسله‌والې ډلې چې د وخت په تېرېدو او د ناامنۍ په زیاتوالي سره‌یې شمېر ۲۵۰۰ غیر قانوني وسله‌والو ډلو ته رسېدلی دی.

ښاغلی عابد وايي چې اکثراً دا غیر قانوني وسله‌والې ډلې په شمال زون کې فعالو سیاسي احزابو پورې اړه لري او هغوی ترې ملاتړ کوي.

جنرال عابد په‌دې اړه وویل:

"په لومړیو درې کلونو کې چې نړیوالې ټولنې او دولت له موږ څخه ملاتړ کاوه، موږ په شمال زون کې ۱۸۵ وسله‌والې ډلې خلع سلاح کړې او ۱۸ ولسوالۍ مو د هغوی له وجوده تصفیه کړې. له بده مرغه د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره دا وسله‌وال ګروپونه ۵ برابره زیات شول."

د ډایاک پروسې مسؤلان وايي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په ترڅ کې یې له فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو امنیه قوماندانیو څخه کابو ۳۰۰ میله مختلف‌الډوله وسلې ترلاسه کړې دي.

د بلخ امنیه قوماندان د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري په بلخ کې د ډایاک پروسې ته د ۲۰ وسلو د تسلیم ورکولو په غونډه کې وویل چې د روان کال په ترڅ کې یې په ټوله‌ییز ډول ۱۳۸ میله مختلف‌الډوله وسلې د ډایاک پروسې ته سپارلي چې ټولې دا وسلې له جنايي مجرمینو څخه ترلاسه شوي.

د بلخ امنیه قوماندان د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري
د بلخ امنیه قوماندان د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري

ښاغلي قادري زیاته کړه:

"نن موږ ۲۰ میله مختلف‌الډوله وسله د ډایاک پروسې ته سپارو، د یادو وسلو په تړاو ۲۲ تنه نیول شوي هم دي. دا وسلې اکثراً له جنايي مجرمینو څخه ترلاسه شوي چې خلک‌یې ځورول، سرقت او غلاوې یې کولې."

په شمال زون کې د ډایاک پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد په یاده سیمه کې د غیر مسؤله وسله‌والو او پوځیانو ته ورته ناقانونه ډلو زیاتوالي ته په پام وايي چې له مجرمینو څخه د وسلو راټولولو او ډایاک پروسې ته‌یې سپارل، د امنیت ټینګښت او ثبات راتلو ته هېڅ مرسته نه‌کوي څو چې د غیر قانوني ډلو فعالیت بند نه‌شي.

جنرال عابد وویل:

"هغه وسلې چې د امنیه قوماندانیو له‌خوا ټولېږي، دا وسلې له مجرمینو راټولې شوي چې جرم پرې ترسره شوی، دا وسلې هېڅ د امنیت ټینګښت ته مرسته نه‌کوي څو د وسله‌والو بانډ ګروپونو فعالیت په ټپه ونه‌درېږي."

په‌داسې حال کې د افغانستان په شمال کې د دفاع وزارت د ډایاک پروسې مسؤلان له جنايي مجرمینو څخه د وسلو راټولول د امنیت په ټینګښت کې بې‌اثره بولي او وايي، د دې کار تر څنګ دې د ناقانونه وسله‌والو فعالیت بند شي چې همدا اوس مهال د بلخ په ۴ ولسوالیو کې د «ولید-۳۴» پوځي عملیات روان دي او د عملیات په ترڅ کې د مخالفینو څخه د ترلاسه شویو وسلو سرنوشت لا نه‌دی روښانه شوی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG