د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لومړۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ سبا پيلېږي


د دواړو ټیمونو لوبډل‌مشران
د دواړو ټیمونو لوبډل‌مشران

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبې سبا په لومړۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ پيلېږي.

د دغو دواړو ټیمونو لوبډل‌مشرانو پرون ماښام د هند په دهرادون کې چېرته چې تمه ده سبا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو بجو لوبه وکړي خبریالانو ته د خپلو ټیمونو له چمتووالي او وړتیاوو خبرې وکړې.

افغان ټیم به د مارچ تر ۱۹مې د ایرلنډ په وړاندې درې ۲۰ اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه وکړي.

د افغان لوبډلې مشر اصغر افغان وویل چې د ټیم ملګرو یې له یوې میاشتې راهیسې په هند کې تمرینونه کړي او له ایرلنډ سره لوبو ته پوره چمتو دي.

د ایرلنډ د ۲۰ اوریزو لوبډل‌مشر پاول سټرلینګ هم د خپل ټیم په وړتیا ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې هڅه به وکړي، څو له افغانستان سره سمې لوبې وکړي.

افغانستان په ۲۰ اوریزو لوبو کې د نړۍ اتم مقام لري او ایرلنډ په ۱۷م ځای ولاړ دی.

په یو ورځنیو لوبو کې بیا دواړو ټیمونو تقریباً خپلې لوبې مساوي کړي.

افغانستان او ایرلنډ چې دواړو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب واخیست دا درې ۲۰ اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه د کرکټ نړیوالې شورا د یوه خاص پروګرام له مخې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG