د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

په ارزګان کې په ۲۰۷ بې‌ځايه شویو کورنیو د مرستې وېش پیل شو


د ارزګان مرکزي ښار
د ارزګان مرکزي ښار

په ارزګان کې له ۲۰۷ بې‌ځايه شویو کورنیو سره د مرستي لړۍ پیل شوه.

په دغه مرسته کې چې خوراکي او غیر خوراکي توکي په‌کې شامل دي نن سې شنبه‌یې د وېش لړۍ پیل شوه.

چارواکي وايي، دغه مرستې له هرې یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ سره د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت دي او په خبره‌یې دا هغه کورنۍ دي چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې دي.

په ورته وخت کې دغه کورنۍ په ورکړل شویو مرستو خوښ دي او له ښکېلو خواو غوښتنه کوي چې روانه جګړه پای ته ورسوي او په خپلو منځونو کې دې سوله وکړي.

په دې اړه نور جزئیات د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لینک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG