د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د ملي شورا ځیني غړي: د سولې په اړه د سیاسیونو اختلافات به ستونزې رامنځته کړي


آرشیف، د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
آرشیف، د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

وروسته له هغې چې زلمي خلیل‌زاد له افغانانو وغوښتل چې د سولې په اړه خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي، د ملي شورا اداري پلاوی وايي چې د سولې په اړه د سیاستوالو ترمنځ روان اختلافات به دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي تأییدوي چې د ځینو ګوندونو او افغان سیاستوالو ترمنځ د سولې د موضوع په اړه اختلافونه شته، خو نوموړي د کومې ډلې او چا نوم وانه‌خیست.

ښاغلي صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، هغه سیاسي څېرې او ډلې چې په یو نه یو ډول د سولې له روانې لړۍ سره مخالفت کوي، د نوموړي په وینا دوی نه‌غواړي په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي.

نوموړي زیاته کړه:​

"که دغه اختلافات یوې خوا ته نه‌شي او د سولې پروسې سره چې هر څوک مخالفت کوي په هغه صورت کې دغه هېواد یو ځل بیا له کړکېچ سره مخ کړي او ملت به بې‌چاره کړي، څوک چې په‌دې برخه کې مخالفت کوي په حقیقت کې نه‌غواړي چې موږ یو ثبات لرونکی او له جنګه خالي هېواد ولرو.​"

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تازه له افغانانو غوښتي چې د سولې د موضوع په اړه اختلافونه یوې خوا ته کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد

که څه هم ښاغلي خلیل‌زاد په‌دې اړه زیات جزئیات نه‌دي ورکړي، خو حکومت د سولې د مشورتي جرګې له جوړېدو وړاندې له طالبانو سره د خبرلو لپاره یو ملي او هر اړخیز پلاوی ټاکلی و.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د مسکو په غونډه کې د لسګونه افغان سیاسي څېرو له ګډون او د دې غونډې له جوړېدو سره افغان حکومت مخالفت کړی وو.

ان افغان حکومت په‌دې اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی او ویلي و چې د طالبانو یو شمېر غړو چې د مسکو په غونډه کې ګډون کړی وو، نومونه‌یې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ګوندونو او ځینو سیاسي څېرو ویلي وو چې د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی باید ټول شموله وي او د دغه پلاوي په ترکیب او جوړښت دې له سره پام وشي.

دا هغه څه دي چې د افغان ولسمشر ویاند د دوشنبې په ورځ کابل کې وویل چې د اړتیا په صورت کې به په‌دغه ترکیب کې زیاتوالی راشي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې نائب منشي عرفان‌الله عرفان هم وايي چې ملي اجماع او د حکومت او سیاسي ګوندونو او ځینو سیاسي مطرحو سیاسي څېرو ترمنځ د نظر یووالی د افغانستان د تل پاتې سولې لپاره ډېر مهم دي.

د ولسي جرګې نائب منشي عرفان‌الله عرفان
د ولسي جرګې نائب منشي عرفان‌الله عرفان

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په یقین سره همسويي ته اړتیا لرو، حکومت، سیاستوال، لویان، متنفذین او علماء ټول باید د سولې لپاره سره یو غږ شي، دا اړتیا ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو واحد نظر رامنځته شي، څو په هېواد کې د وینو د تویېدو مخنیوی وشي او وخت‌یې رارسېدلی چې خلک سره یوځای شي."

د ملي وحدت حکومت رهبرانو له دې وړاندې د سولې په اړه په ملي او نړیواله کچه د اجماع د جوړېدو غوښتنه کړې وه او ویلي و چې افغانان د تل‌پاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي.

د افغانستان د سولې په اړه له بل هر وخت زیات هلې ځلې چټکې شوي او ټاکل شوې چې زلمی خلیل‌زاد د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوی سره نږدې بله اوونۍ د خبرو پنځم پړاو پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، افغان پلاوی به هغه وخت د قطر په غونډه کې برخه واخلي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG