د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د پاکستان په اړه د ولسمشر له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې هغه هېواد لا هم د افغان سولې په برخه کې دوه مخی دی.
وروسته له هغې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو او پاکستان د اړیکو وضاحت وغوښت، د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، ولسمشر لا هم د سولې په برخه کې د پاکستان د رښتینې همکارۍ په اړه شک لري.
د دې جرګې منشي میرداد نجرابي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» ازادي راډيو ته وویل:
"پاکستان دوه ګونی سیاست غوره کړی، له یوه لوري ځان له امریکا سره د ترورېزم پر وړاندې د جګړې ښه ملګری بولي او له بله پلوه بیا په غیر مستقیم او جدي ډول له طالبانو ملاتړ کوي، د ولسمشر هدف له دې خبرې دا و چې پاکستان باید په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي، که سوله غواړي، نو له افغان حکومت سره دې په دې برخه کې مرسته وکړي، یا دې دا مشخصه کړي چې له طالبانو ملاتړ نهکوي او که ملاتړ نهکوي، عملي ګامونه دې پورته کړي."
ښاغلی نجرابي وايي، پاکستان د افغان سولې په برخه کې دوه مخی دی، نو ځکه افغان ولسمشر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو وضاحت وغوښت.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اوونۍ د یکشنبې په ماښام په ارګ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړهيې سره خبرې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې له ښاغلي خلیلزاد سره د سولې د یوه نوي او واضح کاري چوکاټ په اړه توافق هم وشو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه نوي مېکانیزم په چوکاټ کې به معلومات شریک کېږي او د مشخصې اجنډا په اړه به سلا مشوره او په رڼا کې بهیې اقدامات کېږي.
ښاغلي غني دغهراز په دې کتنه کې ویلي چې طالبان دې له پاکستان سره او پاکستان دې هم له هغوی سره اړیکې واضح کړي چې په کوم اساس ولاړې دي.
ولسمشر دا هم ویلي چې له ترهګرو شبکو سره د طالبانو ارتباط او له جرمي او حرام اقتصاد سره د هغوی اړیکې هم باید واضح شي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي چې ولسمشر له پاکستانه غواړي چې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.
ده وویل:
"ښایي د ولسمشر هدف دا وي چې هغه خبرې چې پاکستان ظاهراً کوي او وایي چې د افغانستان د سولې پلوي دی، دا دې په عمل کې ثابته کړي، خو دا شونې نهده، ځکه پاکستان د افغانستان په اړه ژوره ستراتېژي لري او تر کومهیې چې خپل اهداف نهوي ترلاسه کړي، هېڅ امکان نهلري."
خو د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه خالد سادات بیا وايي، ولسمشر غني غواړي چې د امریکا په حضور کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ناستو په جزئیاتو پوه شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دوه خبرې دي، یوه دا چې ولسمشر غواړي چې په هغه خبره چې پاکستانیې له طالبانو سره د امریکا په حضور کې مطرح کوي، ځان خبر کړي او د افغانستان د خلکو غوښتنه هم همدا ده، د دې تر څنګ غواړي چې هېواد په یو فعال دولت بدل شي او د دې فعالیت لپاره باید په مرکچیانو او د خلیلزاد په ټیم باندې د افغان دولت له لوري هر ممکن فشار واچوي او ولسمشر هم همدغې خبرې ته متوجې دی چې افغان دولت په یو فعال دولت بدل کړي."
ښاغلی سادات دغهشان وايي چې افغان ولسمشر غواړي پوه شي چې پاکستان له افغان سولې کوم برداشت لري او کوم امتیاز غواړي ترلاسه کړي.
پاکستان هغه هېواد دی چې تل پرې د افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ او په هغه هېواد کې د خوندي پناه ځایونو د ورکولو تورونه پورې شوي، خو یاد هېواد په وار وار دا تورونه رد کړي دي.
راپور: اکرامالله اکرام