د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

ارګ: د انتخاباتي کمېشنرانو پُست ته شااوخوا اته کسان معرفي شوي


آرشیف/ د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
آرشیف/ د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې تر اوسه د سیاسي ګوندونو له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو پُست ته شااوخوا اته کسان معرفي شوي دي.

جمهوري ریاست وايي چې د پنجشنبې تر ورځې به انتخاباتي کمېسیونونو ته د کمېشنرانو او د دارالانشاء پُستونو ته د کاندیدانو لېست بشپړ شي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» ازادي راډيو ته وویل تر اوسه د اتو کسانو لېست جمهوري ریاست ته سپارل شوی دی.

د افغانستان ارګ
د افغانستان ارګ

​نوموړي وویل:

"تر اوسه چې موږ راپور لرو د ګوندونو له لوري اته کسه معرفي شوي، دغه لړۍ عادي روانه ده، ان‌شاءالله په راتلونکو څو ورځو کې به ټول کسان معرفي شي او تر پنجشنبې پورې به لېست بشپړ شي.​"

تېره اوونۍ ولسمشر د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه د یو فرمان په صادرولو سره توشیح کړه او د قانون له نافذېدو سره سم جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د نوي قانون پر بنسټ د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران له دندو لیرې شوي دي.

د نوي قانون له مخې په عدلیې وزارت کې ثبت سیاسي ګوندونه او په انتخاباتو پورې اړوند مدني ټولنې باید د شااوخوا ۹۰ کسانو لېست جمهوري ریاست ته وسپاري، څو ولسمشر له دې ډلې ۱۳ کسان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو او دوه تنه نور د دغو کمېسیونونو د دارلانشاء د رئیسانو په توګه وټاکي.

په انتخاباتي قانون کې راغلي چې د کمېشنرانو په ټاکلو کې باید قومي، سمتي جوړښتونه په پام کې ونیول شي او په ټولو ۱۵ معرفي کېدونکو کسانو کې باید پنځه تنه‌یې ښځې وي.

په ورته وخت کې په انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د کمېشنرانو په ټاکلو کې په قانون کې راغلي شرایط باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

  • دا چې په قانون کې د کاندیدانو په اړه نور کوم شرایط په پام کې نیول شوي؟

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

  • "​دوی باید د افغانستان تابعیت ولري.
  • د ۳۵ کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي.
  • لېسانس وي.
  • نېک شهرت ولري.
    پنځه کلنه مدیریتي تجربه ولري.
  • په جنایتو محکوم نه‌وي.
  • او له کمېشنر کېدو وروسته د ګوندونو غړیتوب ونه‌لري."

خو دا چې دا شرایط په پام کې نیول کېږي او که نه؟ تر غوراوي وروسته به معلومه شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG