د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

کریسچن ساینس مانیټر: ایا افغانستان په رښتیا سولې ته چمتو دی؟


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • کریسچن ساینس مانیټر

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه په یوه مطلب کې پوښتنه کوي چې ایا افغانستان په رښتیا سولې ته چمتو دی؟

ورځپاڼه لیکي:

په‌داسې حال کې چې متحده ایالات د خپل تاریخ له تر ټولو اوږدې جګړې څخه د وتلو لارې څاري، په افغانستان کې د سولې نوي زېږېدلي بهیر چې په ترڅ کې یې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې کېږي په تېرو څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانان خورا زیات هیله‌مند کړي دي، خو ورځپاڼه زیاتوي چې ډېرې جدي اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي، ځکه طالبان په داسې حال کې د سولې خبرې کوي چې د راپورونو له مخې د جګړو نوي فصل ته هم د تیاري په حال کې دي.

کریسچن ساینس مانیټر لیکي:

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په هڅو کې د بېړې نښې نښانې لیدل کېږي.

ښاغلي خلیل‌زاد تېره اوونۍ ویلي و چې په راروانه جولای میاشت کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې، سولې ته د رسېدو لپاره ډېر کارونه پاتې دي چې باید ترسره شي.

ورځپاڼې د هغو اندېښنو یادونه هم کوي چې د افغانستان ښځې یې له طالبانو سره د سولې د یوې موافقې په صورت کې لري.

کریسچن ساینس مانیټر لیکي چې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې افغان مېرمنو د کار او زده‌کړو اجازه نه‌لرله او حتی له چادري پرته له کوره نه‌شوی وتلی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د درېیو مهمو ګډون‌والو د کلونو مخکې تصویرونه خپاره کړي دي.

ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړي شیر محمد عباس ستانکزي د تصویرونو لاندې لیکلي: د ولسمشر، استازي او طالب د ژوند بڼه په جګړه او په بهر کې د زده‌کړو پر مهال.

په‌دې تصویرونو کې ولسمشر غني چې د تحصیل له بشپړولو وروسته د فراغت څلور کونجه خولۍ یې پر سر او نکټایي یې تړلې، تر څنګ‌یې ځوان شیر محمد عباس ستانکزی نکټايي په غاړه او ورپسې زلمی خلیل‌زاد په نکټايي کې ښکاري.

دا په ۷۰مه میلادي لسیزه کې هغه مهال و چې دوی په بهر کې په تحصیلي بورسونو کې زده‌کړې کولې.

ښاغلو غني او خلیل‌زاد د منځني ختیځ د تاریخ په یوه لانجمنه مرحله کې د بیروت په امریکايي پوهنتون کې چې د منورانو او د ایډیالوژیو د لارویانو زانګو وه درس وایه، په داسې حال کې چې ستانکزي بیا په هندي کشمیر کې د همالیا د غرونو په لمنو کې د هند په یوه معتبر پوځي ښوونځي کې زده‌کړې کولې.

ورځپاڼې تر دې عکسونو لاندې د درې واړو اوسني تصویرونه هم خپاره کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:

دا درې کسان چې د جګړې د درېیو بېلابېلو اړخونو استازي دي د افغانستان د څو لسیزو جګړو د پای ته رسولو په هڅو کې ښکېل دي.

نیویارک ټایمز لیکي، درې واړه شخصیتونه د افغانستان د اوږدې جګړې د بېلابېلو اړخونو استازي دي، خو د هغوی جلا لارې او شخصیتونه اوس د افغانستان د سیاسي جغرافیې د ناامېدوونکې ډرامې پر سټېج په یوه ټکي کې راټولېږي.

XS
SM
MD
LG