د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د ننګرهار والي: د واکسین په ملي پروسه کې باید ټول ولسونه برخه واخلي


ارشیف، په ننګرهار کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق یو انځور
ارشیف، په ننګرهار کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق یو انځور

په ختيځ زون کې د پولیو ضد واکسین د درې ورځني کمپاین پرانيسته وشوه.

د دوشنبې په ورځ په دې پرانيسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې دا ملي پروسه ده او ټول ولسونه باید په دې ملي پروسه کې برخه واخلي او خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسين کړي.

ده زیاته کړه:

"دا یوازې حکومتي پروسه نه، بلکې ملي پروسه ده او ټول ولس، مدني فعالان، علماء او ځوانان په‌کې برخه واخلئ او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړئ، ځکه د دې پروسې ډېره برخه رضاکارانه ډول ترسره کېږي."

د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې به د ختیځ زون څه باندې یو ميلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجیب کامه‌وال وايي، په روان کمپاین کې به د بیا ځل لپاره شااوخوا ۲۳ زره ماشومان د پولیو له واکسینه محروم پاتې شي.

د هغه په خبره، دا شمېر ماشومان په هغو سیمو کې دي چې هلته د پولیو ضد واکسین کمپاین د امنيتي مشکلاتو له امله ستونزمن دی.

ارشیف، د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجیب کامه‌وال د واکسین د تطبیق په حال کې
ارشیف، د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجیب کامه‌وال د واکسین د تطبیق په حال کې

نوموړي وویل:

"متأسفانه د دې کمپاین په جریان کې بیا ۲۳ زره ماشومان په هغو سیمو کې پاتې کېږی چې هلته د کمپاین لپاره زمينه نه‌ده برابره چې په دې ساحو کې د وزیرو تنګی، پچير اګام د پننګزیو سیمه، دوه خولې نازیان او د هسکې مېنې د ګورګورۍ سیمه شامل دي چې په‌کې ماشومان له واکسینه پاتې کېږي، خو بیا هم والي صاحب له ولسونو سره ناستې کړي او هڅه مو داده چې په دې سیمو کې هم واکسین وشي."

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې دوه‌يې په ننګرهار کې وې، خو د مسؤلینو په خبره سږ کال تر دې مهاله په دې ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG