د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

فیفا یوسف کارګر د فوټبال فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب کړی


یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال فدراسیون نوی رئیس
یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال فدراسیون نوی رئیس

فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب کړی.

د فیفا په وېب‌پاڼه دا خبر وروسته له هغه راغی چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه د یوسف کارګر د کار تعلیق رفع کړ.

کارګر داسې وخت د فیفا له‌خوا د فوټبال فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب شوی چې د دغه فدراسیون د رهبري چارې له خلا سره مخ وې.

ښاغلي کارګر بېګاه شپه د فیفا د تصمیم په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې زما دنده له تعلیق راووته فیفا پرېکړه وکړه چې د سم نظم ساتلو او په نړیوالو میدانونو کې د افغانستان د حضور لپاره ما د رئیس په توګه معرفي کړي."

یوسف کارګر د هغو پنځو کسانو په ډله کې و چې د فوټبال فدراسیون په مخکېني رئیس کرام‌الدین کریم د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې په تور یې دندې ځنډول شوې وې.

کرام‌الدین کریم په ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو لویې څارنوالۍ ویلي چې په‌دې اړه‌یې تحقیقات په بشپړېدو دي.

XS
SM
MD
LG