د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په کندز کې د ۱۰۰ بابه ښونځیو د تعمیرونو د جوړېدو ډبره کېښودل شوه


په کندز کې د سلو ښوونځيو د کار د پیل یو انځور
په کندز کې د سلو ښوونځيو د کار د پیل یو انځور

د کندز ولایت د مرکز او د ولسوالیو په کچه د ۱۰۰ بابه ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس نجیب الرحمان ثاقب له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه ۱۰۰ بابه ښوونځي د پوهنې وزارت، د همکارو موسساتو او د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د برنامې له لورې جوړېږې.

د کندز د پوهنې رئیس نجیب الرحمان ثاقب
د کندز د پوهنې رئیس نجیب الرحمان ثاقب

ده وویل:

"دغه ښوونځي په ۱۳۹۸ کال کې د کندز مرکز او په ولسوالیو کې د یو کال په موده کې په اساسې ډول رغول کېږي او ماليې لګښت یې د دولت له بودجې او د نړیوال بانک له لوري ور کول کېږي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي په خپلو خبرو کې وویل چې له دې وړاندې د دې ولایت د یو شمېر سیمو زده کوونکو او ښوونکو د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي له کبله شکایت درلود او د دې ښوونځیو په جوړېدو سره به د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې هوارې شي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي

نوموړي وویل:

"زه له ټولو ښوونکو غواړم چې د ښوونځیو د مضامینو ترڅنګ زده کوونکو ته د سولې او ثبات او د مثبت فکر کولو په برخه کې هم زده کړې ورکړي، ځکه دې تپل شوې جګړې زموږ د کوچنیانو پر روح او روان منفې اغېزه کړې ده."

له دې سره سم فضل احمد خان د دې ولایت د ښوونکو په استازیتوب ټېنګار وکړ چې د ښوونکو معاشونه باید لوړ شي، څو هغوی په ارام فکر سره خپله دنده پرمخ یوسي.

"موږ ژمن یوو چې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلې هڅې نورې هم کړندۍ کړو، خو دولت باید د ښوونکو د سرپناه د نشتوالي ستونزې ته توجو وکړي او دغه راز زموږ معاشونه هم باید لوړ شي."

بل خوا د کندز والي عبدالجبار نعیمي د پوهنې ریاست او د ولسي تړون د برنامې له چارواکو وغوښتل چې د دغو ټولو ښوونځیو د جوړېدو بهېر په جدې توګه وڅاري، څو هره پروژه په ښه کیفیت ترسره شي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي
د کندز والي عبدالجبار نعیمي

دی زیاتوي:

"موږ د معارف د پياوړتیا په هدف اړوندو چارواکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی، د معارف مسؤلینو ته مو ویلي چې په مقرریو کې د هېڅ چا زور، واسطې او سفارش ته لومړیتوب ورنه کړي او یوازې د وړتیا پر اساس مقررۍ وکړي، څو د یوه پياوړي معارف لرونکي شو."

د دې ولایت چارواکي په داسې حال کې د کندز په کچه د ۱۰۰ بابه ښوونځيو د جوړېدو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د کندز د پوهنې ریاست چارواکو ويلې وو چې په نوموړي ولایت کې ۵۰۹ بابه ښوونځي موجود دي چې له دې شمېره نږدې ۲۰۰ بابه یې ودانۍ نه لري او د دې ښوونځیو په جوړېدو سره به د ښوونکو او زده کوونکي ستونزې هوارې شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG