د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

نیویارک ټایمز: سوله په افغانستان کې څنګه ممکن ده؟ مسکو ځینې سبقونه لیدلي


نیویارک ټایمز:

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د سولې پر هڅو مقاله لیکلې ده.

مطلب په دې پيلیږي چې "سوله په افغانستان کې څنګه ممکن ده؟ مسکو ځینې سبقونه لیدلي."

د نیویارک ټایمز په لیکنه دېرش کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد پوځیان له افغانستانه ووتل، خو په دغه هېواد کې سوله رانغله.

په دوام کې راغلي، ښه ده چې هیله مند واوسو چې دا وار نړۍ په ښه لور روانه ده.

له افغانستانه د وروستیو شوروي پوځیانو له وتلو دېرش کاله وروسته اوس امریکا متحده ایالتونه هم له افغانستانه چې پکې تر ټولو اوږده جګړه تېروي، خپل سرتېري باسي.

نیویارک ټایمز همداراز لیکلي چې مسکو اوس بیا د افغانستان په مسئله کې ښکېل شوی، خو دا وار د سولې د منځګړي په توګه.

په دوام کې راغلي، تېرې تجربې داسې وخت چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو په ایستلو فکر کوي، د پام وړ ارزښت لري.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ښايي د امریکا شااوخوا زر سرتېري له افغانستانه ووځي.

د ووټل په خبره، دا احتمالي کمښت د افغانستان د سولې له هڅو سره اړیکه نه لري.

نیویارک ټایمز دا هم لیکلي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د یوې موافقې امکان ځکه نه ښکاري چې طالبان غواړي، ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي او ښايي امریکا په بشپړه توګه دا غوښتنه ونه مني.

د مطلب په دوام کې راغلي، کابل ته د طالبانو بیا راتګ د ډېرو افغانانو او لوېدیځوالو لپاره د منلو وړ نه دی، ځکه طالبانو نه یوازې افغانستان وران کړ، بلکې جنګونو یې زرګونه کسان قرباني کړل او میلیاردونه ډالره پرې ولګېدل.

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ لیکلي، شوروي پوځیان دېرش کاله مخکې له افغانستانه وایستل شول او اوس د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې مسئلې ته د یوې هېوادنۍ بریا رنګ ورکوي.

کرملین په ۱۹۸۹ کال کې د افغانستان جګړه یوه لویه سیاسي تېروتنه بللې وه.

ورځپاڼه لیکي، شوروي پوځیان د امریکا له ملاتړ برخمنو مجاهدینو د فشارونو په خاطر له افغانستانه وایستل شول او په دې ترتیب د سړې جګړې پر مهال تر ټولو مهمه نیابتي جګړه پای ته ورسېده.

مسکو اوس د افغانستان په اړه بېل نظر لري او غواړي چې د ولادیمیر پوتین تر رهبرۍ لاندې د روسیې یو قوي تصویر وړاندې کړي.

په دوام کې واشنګتن پوسټ لیکي، که څه هم د تاریخ بیا جوړول کوم غیر معمول کار نه دی، خو ځیني خواشینوونکي حقایق موجود دي چې سترګې نه شي ترې پټېدای، لکه له مجاهدینو سره مرستې څو القاعده او طالب ډلې جوړې کړي، هغه ډلې چې اوس دواړه د لوېدیځ پر وړاندې جنګېږي.

XS
SM
MD
LG