د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ کب ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۸

د ضمیر کابلوف وروستیو خبرو ته د بلومبرګ ورځپاڼې پام ور اوښتی


د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستیو خبرو ته توجه کړې ده.

کابلوف ویلي دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د قدرت خلا رامنځته نه‌شي.

هغه زیاته کړې چې طالبان به په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره په جګړه کې یو بالقوه ځواک شي.

بلومبرګ لیکي:

روسیه تېره اوونۍ د طالبانو د استازیو او د امریکا له ملاتړ برخمن افغان ولسمشر اشرف غني د لسګونه سیاسي مخالفینو د یو لړ خبرو کوربه و.

طالبانو په‌دې غونډه کې ټینګار درلود چې غواړي په څو راتلونکو میاشتو کې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

د خپرونې په لیکنه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي ضمیر کابلوف د مسکو وروستۍ غونډه په جنګ ځپلي افغانستان کې چې د ۱۹۸۹ کاله له شرمناکه خروج مخکې شوروي پوځ په‌کې یوه لسیزه وجنګېد د ملي پخلاینې پیلامه بللې.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ هم له افغانستانه د پخوانۍ شوروي پوځ د دېرش کاله مخکې وتلو په اړه مقاله لیکلې ده.

شوروي پوځیان د ۱۹۸۹کال په فبروري کې په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل.

واشنګټن پوسټ لیکي:

شوروي پوځیان دېرش کاله مخکې له افغانستانه وایستل شول او اوس روسی ولسمشر ولادمیر پوتین دې مسئلې ته د یوې هېوادنۍ بریا رنګ ورکوي.

تمه ده له افغانستانه د وروستۍ ډلې شوروي پوځیانو د وتلو په مناسبت چې جمعه د فبروري پنځلسمه کېږي د روسیې پارلمان په یوه پرېکړه لیک سره د خپل هېواد دا جګړه توجیه کړي.

پوتین به بیا وروسته په کرملین ماڼۍ کې شانداره مراسم هم ترسره کړي.

واشنګټن پوسټ لیکلي شوروي پوځیان داسې وخت په ډېر تحقیر له افغانستانه ووتل چې یوې لسیزې جګړې یې پوځ زیانمن او د هېواد اقتصاد یې کمزوری کړی و.

د ۱۹۸۹ کال په فبروري کې له افغانستانه د شوروي پوځ وتل شوروي اتحاد ته په قیمت تمام شو او دوه کاله وروسته دا اتحاد سره وپاشېد.

شوروي افغانستان ته په راتلو خپل پنځلس زره سرتیري له لاسه ورکړل او په داسې حال کې یې دا هېواد د امریکا له ملاتړ برخمنو مجاهدینو د فشارونو په خاطر پرېښود چې یو میلیون افغانان هم وژل شوي و.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG